په كندوز ولايت كې د تېرې سې شنبې په ورځ له تښتول شوو ۱۷۰ مسافرو څخه ۶ تنه يې لا هم له وسله والو طالبانو سره دي. د کندوز د والي وياند سيد محمود دانش نن کليد ته وويل، چې د دغو شپږو مسافرو د خلاصون لپاره د دوى هڅې او له قومي مشرانو سره يې خبرې روانې دي.
په كندوز ولايت كې د تېرې سې شنبې په ورځ له تښتول شوو ۱۷۰ مسافرو څخه ۶ تنه يې لا هم له وسله والو طالبانو سره دي.
د کندوز د والي وياند سيد محمود دانش نن کليد ته وويل، چې د دغو شپږو مسافرو د خلاصون لپاره د دوى هڅې او له قومي مشرانو سره يې خبرې روانې دي.
دغه مسافر په كندوز ولايت كې له مسافرو وړونكو موټرونو څخه ښكته كړاى شوي وو.
د يادونې وړ ده، چې وسله والو طالبانو د دغو كسانو له ډلې ۱۲ تنه وژلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


