ads

سرپل كې ۱۷ تښتول شوي مسافر خوشې شول

د سرپل سيمه ييز چارواکي د دغه ولايت له سنچارک ولسوالۍ څخه د ۱۷ تښتول شوو مسافرو د خوشې كېدو خبر وركوي. د دې ولايت د والي وياند ذبيح الله اماني کليد ته وويل، وسله والو طالبانو دوه ورځې وړاندې د سنچارک ولسوالۍ له ده مرده سيمې څخه ۱۷ تنه مسافر، چې ټول ملکي وګړي […]

نویسنده: TKG
14 غبرګولی 1395
سرپل كې ۱۷ تښتول شوي مسافر خوشې شول

د سرپل سيمه ييز چارواکي د دغه ولايت له سنچارک ولسوالۍ څخه د ۱۷ تښتول شوو مسافرو د خوشې كېدو خبر وركوي. د دې ولايت د والي وياند ذبيح الله اماني کليد ته وويل، وسله والو طالبانو دوه ورځې وړاندې د سنچارک ولسوالۍ له ده مرده سيمې څخه ۱۷ تنه مسافر، چې ټول ملکي وګړي دي،  تښتولي وو، چې تېره شپه اته بجې خوشې او خپلو كورونو ته ستانه شول.

د سرپل سيمه ييز چارواکي د دغه ولايت له سنچارک ولسوالۍ څخه د ۱۷ تښتول شوو مسافرو د خوشې كېدو خبر وركوي.

د دې ولايت د والي وياند ذبيح الله اماني کليد ته وويل، وسله والو طالبانو دوه ورځې وړاندې د سنچارک ولسوالۍ له ده مرده سيمې څخه ۱۷ تنه مسافر، چې ټول ملکي وګړي دي،  تښتولي وو، چې تېره شپه اته بجې خوشې او خپلو كورونو ته ستانه شول.

هغه زياته کړه، چې دغه مسافر د قومي مشرانو او سپين ږيرو په منځګړيتوب بې له کومې معاملې خوشې شول.

د يادولو وړ ده، چې د تېرې سې شنبې په ورځ هم ۱۷۰ مسافر په كندوز ولايت كې د وسله والو طالبانو له لوري تښتول شوي وو، چې ۱۲ تنه يې ترې وژلي، شپږ تنه اوس هم ورسره دي او پاتې نور يې خوشې كړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA