ads

د چت لوېدو له كبله څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ د کډۍ سيمې په زينو کلي کې تېره شپه په يو کور کې د چت لوېدو له كبله دوه ماشومان مړه او د يوې مېرمنې په ګډون دوه تنه ټپيان شوي دي. د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ د کډۍ سيمې په زينو کلي کې تېره شپه په يو […]

نویسنده: TKG
14 غبرګولی 1395
د چت لوېدو له كبله څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ د کډۍ سيمې په زينو کلي کې تېره شپه په يو کور کې د چت لوېدو له كبله دوه ماشومان مړه او د يوې مېرمنې په ګډون دوه تنه ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ د کډۍ سيمې په زينو کلي کې تېره شپه په يو کور کې د چت لوېدو له كبله دوه ماشومان مړه او د يوې مېرمنې په ګډون دوه تنه ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، دغه پېښه د زيات اورښت له كبله رامنځته شوې ده، چې په ترڅ کې يې د کور خاوند نصيب ګل او د هغه مېرمن ټپيان شوي او د نوموړي د مزمل په نوم دوه کلن زوى او د حسينې په نوم درې کلنه لور يې مړه شوي دي.

د هغه په وينا، د پېښې ټپيان د ننګرهار عامې روغتيا مرکزي روغتون ته د درملنې په هدف لېږدول شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

بايد ياده شي، چې پرون د ننګرهار د شينوارو په يو شمېر ولسواليو کې سخت بارانونه شوي، چې له كبله يې په ځينو سيمو کې سېلابونه راوتلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA