جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې مخكې د يو پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر هرات ولايت ته ورسېد. د هرات ولايت يو تن چارواکي، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي کليد ته وويل، چې جمهور رئيس غني اوسمهال د هرات ولايت په مقام کې له ځينو سوداګرو او صنعت کارانو سره ناسته لري او د دوى لاسته راوړنې او ستونزې ارزوي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې مخكې د يو پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر هرات ولايت ته ورسېد.
د هرات ولايت يو تن چارواکي، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي کليد ته وويل، چې جمهور رئيس غني اوسمهال د هرات ولايت په مقام کې له ځينو سوداګرو او صنعت کارانو سره ناسته لري او د دوى لاسته راوړنې او ستونزې ارزوي.
د هغه په وينا، د هېواد جمهور رئيس به نن ماسپښين دوه بجې د هرات ښار په جامع جومات کې له ځينو عام وګړو او هرات ښاريانو سره وويني.
سرچينه وايي، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني به نن يوازې د هرات له بېلابېلو اقشارو سره وګوري او سبا به د هند لومړي وزير نرېندرا مودي سره د هرات ولايت چشت شريف ولسوالۍ ته سفر وکړي او هلته به د سلما يا افغان – هند دوستۍ بند پرانيزي.
جمهور رئيس غني به په هرات ولايت کې له نرېندرا مودي سره په يو خبري کنفرانس کې هم ګډون وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د سلما بند د هند په مرسته جوړ شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

