ads

افغان پرمختيايي لوبډله سبا د حبيب بانک لوبډلې سره وروستۍ لوبه كوي

د افغانستان کرکټ بورډ پرمختيايي لوبډله به سبا په كابل كې د پاکستان حبيب بانک لوبډلې سره څلورمه او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه ترسره كړي. پرون درېيمه يو ورځنۍ لوبه د پاکستان حبيب بانک لوبډلې وګټله. د افغانستان کرکټ بورډ پرمختيايي لوبډله به سبا په كابل كې د پاکستان حبيب بانک لوبډلې سره څلورمه او […]

نویسنده: TKG
14 غبرګولی 1395
افغان پرمختيايي لوبډله سبا د حبيب بانک لوبډلې سره وروستۍ لوبه كوي

د افغانستان کرکټ بورډ پرمختيايي لوبډله به سبا په كابل كې د پاکستان حبيب بانک لوبډلې سره څلورمه او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه ترسره كړي. پرون درېيمه يو ورځنۍ لوبه د پاکستان حبيب بانک لوبډلې وګټله.

د افغانستان کرکټ بورډ پرمختيايي لوبډله به سبا په كابل كې د پاکستان حبيب بانک لوبډلې سره څلورمه او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه ترسره كړي.

پرون درېيمه يو ورځنۍ لوبه د پاکستان حبيب بانک لوبډلې وګټله.

د لوبې پچه د پاکستان حبيب بانک لوبډلې وګټله او سيالې لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ پرمختيايي لوبډلې په  ټاكل شوو ۵۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۳۶۵ منډې جوړې كړې، خو د پاکستان حبيب بانک لوبډلې ورکړل شوى هدف په ۴۹ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د يو ورځنيو سياليو د لړۍ لومړۍ لوبه د پاکستان حبيب بانک لوبډلې او دويمه د افغانستان کرکټ بورډ پرمختيايي لوبډلې ګټلې وه.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA