د پاکستان جمهوررييس ممنون حسين وايي، د سيمې د امن او ثبات لپاره په افغانستان کې سوله ضروري ده او ټينګار کوي چې دا مقصد له پوځي لارې نه، بلکې د ټولو اړخونو ترمنځ د خبرو اترو له لارې ترلاسه کېداى شي. د پاکستان جمهوررييس ممنون حسين وايي، د سيمې د امن او ثبات لپاره په افغانستان کې سوله ضروري ده او ټينګار کوي چې دا مقصد له پوځي لارې نه، بلکې د ټولو اړخونو ترمنځ د خبرو اترو له لارې ترلاسه کېداى شي.
نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د ملي پارلمان يوې ګډې غونډې ته د پارلمان د نوي کال د پيلېدو په ترڅ کې د وينا پر مهال وکړې.
د پاكستان جمهوررييس د افغانستان د سولې د پروسې په لړ کې د څلور اړخيزې کمېټې يادونه هم وکړه او ويې ويل چې دا کمېټه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د پيلولو په لړ کې مرسته کوي، خو زياتوي چې په افغانستان کې ځينو رامنځته شويو پېښو دغو هڅو ته زيان رسولى دى.


