ads

ملي دفاع وزارت: پاتې اتو تنو تښتول شويو مسافرو د ژغورلو عمليات روان دي

ملي دفاع وزارت وايي، د هغه مسافرو له ډلې چې د سې شنبې په ورځ دبغلان كندوز په لويه لاره د دولت وسلوالومخالفينو تښتولي وو، اته تنه يې لا هم له تښتونكو سره پاتې دي او د هغوى د پيدا كولو لپاره عمليات دوام لري. ملي دفاع وزارت وايي، د هغه مسافرو له ډلې چې […]

نویسنده: TKG
13 غبرګولی 1395
ملي دفاع وزارت:  پاتې اتو تنو تښتول شويو مسافرو د ژغورلو عمليات روان دي

ملي دفاع وزارت وايي، د هغه مسافرو له ډلې چې د سې شنبې په ورځ دبغلان كندوز په لويه لاره د دولت وسلوالومخالفينو تښتولي وو، اته تنه يې لا هم له تښتونكو سره پاتې دي او د هغوى د پيدا كولو لپاره عمليات دوام لري. ملي دفاع وزارت وايي، د هغه مسافرو له ډلې چې د سې شنبې په ورځ دبغلان كندوز په لويه لاره د دولت وسلوالومخالفينو تښتولي وو، اته تنه يې لا هم له تښتونكو سره پاتې دي او د هغوى د پيدا كولو لپاره عمليات دوام لري.
د دغه وزارت وياند دولت وزيري نن په يوه خبري غونډه كې د خبرو پرمهال وويل، ((دوى په دې عملياتو كې ډير احتياط كوي ترڅو تښتول شويو مسافرو ته كوم زيان ونه رسيږي او هغوى ژوندي د دولت د وسلوالو مخالفينو له منګلو وژغوري)).
په ورته وخت كې د اجراييه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل وايي، د طالبانو هغه سرګروپ چې ياد مسافر يې تښتولي وو هم د امنيتي ځواكونو له خوا له څو ملګرو سره نيول شوى دى.((اوس هم عمليات روان دي چې د نوموړي سرګروپ نور ملګري هم ونيول شي او ترټولو مهمه دا ده چې  تښتول شويو مسافرو ته كوم زيان ونه رسيږي او هغوى بيرته روغ را خوشې شي))
د سې شنبې په ورځ سهار وختي د دولت وسلوالو مخالفينو د كندز بغلان په لويه لاره شاوخوا يو سلو اتيا تنه مسافر له موټرو ښكته او له ځانه سره يې بوتلل چې وروسته يې د يو شمېر مسافرو مړي پيدا شول، ډيرشمېر يې بيرته خوشې كړل خو اته تنه لا هم ورك دي.
خو طالبانو ديوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دوى د دغه مسافرو له منځه هغه د امنيتي ځواكونو غړي جلا كړل او نور مسافر يې بيرته خوشې كړل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA