ads

طالبانو په سرپل كې اوولس تنه مسافر تښتولي دي

د سرپل سيمه ييز چارواكي وايي، تېره ورځ د دولت وسلوالو مخالفينو د سرپل د بلخاب ولسوالۍ اوولس تنه اوسېدونكي چې د دغه ولايت مرګز ته روان وو د لارې په اوږدو كې نيولي او نامعلوم ځاى ته يې ليږدولي دي. د سرپل سيمه ييز چارواكي وايي، تېره ورځ د دولت وسلوالو مخالفينو د سرپل […]

نویسنده: TKG
13 غبرګولی 1395
طالبانو په سرپل كې اوولس تنه مسافر تښتولي دي

د سرپل سيمه ييز چارواكي وايي، تېره ورځ د دولت وسلوالو مخالفينو د سرپل د بلخاب ولسوالۍ اوولس تنه اوسېدونكي چې د دغه ولايت مرګز ته روان وو د لارې په اوږدو كې نيولي او نامعلوم ځاى ته يې ليږدولي دي. د سرپل سيمه ييز چارواكي وايي، تېره ورځ د دولت وسلوالو مخالفينو د سرپل د بلخاب ولسوالۍ اوولس تنه اوسېدونكي چې د دغه ولايت مرګز ته روان وو د لارې په اوږدو كې نيولي او نامعلوم ځاى ته يې ليږدولي دي.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني كليد ته وويل، دغه تښتول شوي مسافر ټول ملكي وګړي وو او د سنچارك له ولسوالۍ څخه تښتول شوي دي.
اماني په ورته وخت كې وايي چې د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د سيمې د قومي مشرانو خبرې روانې دي او د تښتول شويو كسانو د خلاصون لپاره هڅې كوي.
خو طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. د يادولو وړ ده چې له دې وړاندې طالبانو د بغلان كندز په لاره د سې شنبې په ورځ لسګونه مسافر تښتولي وو چې ډيرشمېر يې بيرته خوشې كړل، له دولسو ډېر كسان يې ووژل خو شاوخوا اته تنه لاهم ورك دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA