د پکتيکا امنيتي چارواکي وايې چې ددې ولايت په زيړوک ولسوالۍ کې جګړه پاى ته رسېدلې او شاوخوا اويا تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سلګونو وسله والو دوه ورځې وړاندې پرياده ولسوالۍ د سپکو او درنو وسلو بريد وکړ او د چهارشنبې ترناوخته جګړې دوام درلود. د پکتيکا امنيتي چارواکي وايې چې ددې ولايت په زيړوک ولسوالۍ کې جګړه پاى ته رسېدلې او شاوخوا اويا تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سلګونو وسله والو دوه ورځې وړاندې پرياده ولسوالۍ د سپکو او درنو وسلو بريد وکړ او د چهارشنبې ترناوخته جګړې دوام درلود.
د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرؤف مسعود د پنجشنبې په ورځ کليد ته وويل چې سيمې ته له مرکز ښرنې مرستندويه ځواکونه رسېدلي او اوس مهال د يادې ولسوالۍ امنيتي وضعيت په نورمال حالت کې دي.
مسعود وايي(( د طالبانو څلورديرش تنه وژل شوي او نهه ديرش تنه نور يې ټپيان دي او اوس په دې ولسوالۍ كې وضعيت نورمال دى))
د پکتيکا د ولايتي شورا غړي عزيز عزيز هم له کليد سره په خبرو کې تاييد کړه چې د زيړوک جګړه پاى ته رسېدلې .
عزيز وايې چې د دوى د کره مالوماتو پر بنسټ په ياده جګړه کې د ملي اردو د يوه سرتېري د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو ترڅنګ ۳۲ طالبان هم وژل شوي دي.
د ولايتي شورا دغه غړى وايې چې طالبانوپه يوه منظم پلان او قوت سره غوښتل چې ياده ولسوالي سقوط کړي ، خو په سيمه کې د ملي اردو او پوليسو د شته ځواک په مقاومت سره ونه توانېدل چې دغه ولسوالي ونيسي.
له بلې خوا د طالبانو وياندذبيح الله مجاهد په ياده جګړه کې د اتو دولتي سرتېرو د وژلو او يوشمېر نورو د ټپي کېدو ادعا کړې.
د مجاهد په وينا چې د جګړې په لړ کې يې دوه پوستې هم نيولې ،زياتي وسلې يې هم لاس ته ورغلې او دغه راز يې د خپل يوه ملګري د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو پخلى هم کړى .


