ads

فارياب كې نښتې، ۲۴ ساعتونو كې ۳۰ وسله وال مړه، ۲۳ ټپيان

د فارياب ځايي چارواكي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د طالبانو د يو تش په نوم ولسوال په ګډون ۵۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.د فارياب د پوليسو وياند كريم يورش په دې اړه كليد ته وويل، وسله والو ته يې دا تلفات په قيصار، غورماچ، خواجه سبز پوش او دولت اباد كې […]

نویسنده: TKG
12 غبرګولی 1395
فارياب كې نښتې، ۲۴ ساعتونو كې ۳۰ وسله وال مړه، ۲۳ ټپيان

د فارياب ځايي چارواكي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د طالبانو د يو تش په نوم ولسوال په ګډون ۵۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د فارياب د پوليسو وياند كريم يورش په دې اړه كليد ته وويل، وسله والو ته يې دا تلفات په قيصار، غورماچ، خواجه سبز پوش او دولت اباد كې د تهاجمي بريدونو په ترڅ كې اړولي دي: (( د۳۰ وسله وال مړه دي او ۲۳ ټپيان دي.))
يورش زياته كړه په وژل شويو وسله والو كې د قيصار لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ملا عبدالله، نظامي مسوول محمد ګل او يو سرګروپ مولوي خان اغا هم شامل دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د فارياب ځايي چارواكي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د طالبانو د يو تش په نوم ولسوال په ګډون ۵۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د فارياب د پوليسو وياند كريم يورش په دې اړه كليد ته وويل، وسله والو ته يې دا تلفات په قيصار، غورماچ، خواجه سبز پوش او دولت اباد كې د تهاجمي بريدونو په ترڅ كې اړولي دي: (( د۳۰ وسله وال مړه دي او ۲۳ ټپيان دي.))
يورش زياته كړه په وژل شويو وسله والو كې د قيصار لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ملا عبدالله، نظامي مسوول محمد ګل او يو سرګروپ مولوي خان اغا هم شامل دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA