د کندوز امنیتي چارواکي وایي، په پرونۍ پېښه كې د تښتول شویو مساپرو له ډلې يې يې تېره شپه ۸ تنه نور مساپر هم خوشې شوي او خو اته تنه لا هم د طالبانو په ولكه كې دي.
په شمال ختیځ زون کې د ۸۰۸ سپین زر زون د پولیسو قومندان لوی پاسوال شیرعزیز کامه وال کلید ته وویل، بیګا شپه د افغان امنیتي ځواکونو په یو لړ چاڼیزو عملیاتو کې چې په چهاردرې ولسوالۍ کې ترسره شول د تښتول شویو مسافرو له ډلې څخه یې ۸ تنه راخوشې كړاى شوي خو لا هم ۸ تنه له وسله والو طالبانو سره دي. د کندوز امنیتي چارواکي وایي، په پرونۍ پېښه كې د تښتول شویو مساپرو له ډلې يې يې تېره شپه ۸ تنه نور مساپر هم خوشې شوي او خو اته تنه لا هم د طالبانو په ولكه كې دي.
په شمال ختیځ زون کې د ۸۰۸ سپین زر زون د پولیسو قومندان لوی پاسوال شیرعزیز کامه وال کلید ته وویل، بیګا شپه د افغان امنیتي ځواکونو په یو لړ چاڼیزو عملیاتو کې چې په چهاردرې ولسوالۍ کې ترسره شول د تښتول شویو مسافرو له ډلې څخه یې ۸ تنه راخوشې كړاى شوي خو لا هم ۸ تنه له وسله والو طالبانو سره دي.
د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قومندان شیر عزیز کامه وال وایي، د پاتې ۸ تنو د خوشی کېدو لپاره هڅې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې پرون سهار شاوخوا څلور بجې وسله والو طالبانو د علي اباد ولسوالې په انګور باغ سیمه کې د مساپرو درې ۳۰۳ ډوله موټر درولي وو او په كې سپاره ۱۷۰ تنه مساپر یې ترې له ځان سره وړي وو.
وسله والو د تښتولو كسانو له ډلې يې لس تنه د سيند په غاړه كې وژلي وو چې د بې رحمانه وژنې انځورونو يې ګڼ غبرګونونه راوپارول.


