د كابل كندهار پر لويه لار دامان ولسوالۍ كې د یوه ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله پنځه تنه ټپیان شوي دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني کلید راډيو ته وویل، دا پیښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د دامان ولسوالۍ په اړوندو كې رامنځته شوې ده.
درانی وايي، پېښه کې ډېر تلفات نه دي او په وينا يې یوازې پنځه تنه ټپیان شوي دي: (( خوشبختانه د ټپيانو وضعيت ښه دى، همدا راز پیښه د ټرافیکو مدیریت د د مسوولینو لخوا تر څېړنې لاندې ده.)) د كابل كندهار پر لويه لار دامان ولسوالۍ كې د یوه ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله پنځه تنه ټپیان شوي دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني کلید راډيو ته وویل، دا پیښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د دامان ولسوالۍ په اړوندو كې رامنځته شوې ده.
درانی وايي، پېښه کې ډېر تلفات نه دي او په وينا يې یوازې پنځه تنه ټپیان شوي دي: (( خوشبختانه د ټپيانو وضعيت ښه دى، همدا راز پیښه د ټرافیکو مدیریت د د مسوولینو لخوا تر څېړنې لاندې ده.))
د کندهار- کابل پر لویه لاره اکثره وخت د مسافر وړونكو موټرونو د چپه کېدو او ټکر دغه ډول پېښې رامنځته کېږي چي مسوولین يې لامل د لارې خراب والى او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بولي.


