وسله والو نن شاوخوا لس بجې د غزني پر استيناف محكمې ډله ييز بريد كړى دى چې امنيتي مسوولين وايي، په بريد كې دوه بريد كوونكي يې وژلي خو درېيم يې ټپي كړى دى.
د غزني د والي وياند كليد ته وويل، بريد كوونكي په يو ټونس موټر كې راغلي او په سمدستي ډزو كې يې دوه افغان سرتېري ټپيان هم ټپيان شوي دي: (( نور خيرو خيريت دى، د محكمې كاركوونكي له اضطراري لارو څخه دباندې ايستل شوي دي. د وسله والو دوه نفر وژل شوي دي، ساحه تر كنټرول لاندې ده، خو امكان شته چې بريد كوونكى يې ټپي شوى دى، پوليس محكمې ته ننوتي دي، وروستي جزيات به بيا دركړو)) وسله والو نن شاوخوا لس بجې د غزني پر استيناف محكمې ډله ييز بريد كړى دى چې امنيتي مسوولين وايي، په بريد كې دوه بريد كوونكي يې وژلي خو درېيم يې ټپي كړى دى.
د غزني د والي وياند كليد ته وويل، بريد كوونكي په يو ټونس موټر كې راغلي او په سمدستي ډزو كې يې دوه افغان سرتېري ټپيان هم ټپيان شوي دي: (( نور خيرو خيريت دى، د محكمې كاركوونكي له اضطراري لارو څخه دباندې ايستل شوي دي. د وسله والو دوه نفر وژل شوي دي، ساحه تر كنټرول لاندې ده، خو امكان شته چې بريد كوونكى يې ټپي شوى دى، پوليس محكمې ته ننوتي دي، وروستي جزيات به بيا دركړو))
خو په غزني كې د كليد خبريال عارف نوري بيا د بريدګرو شمېر څلور ښيي او وايي چې څلور واړه د ملي پوليسو په جامه كې استيناف محكمې ته ننوتي دي: (( تر لنډې نښتې وروسته څلور واړه بريدګر وژل شوي دي، يو پوليس سرتېرى چې د محكمې ساتونكى و، هغه وژل شوى او د استيناف محكمې مشر او دوه نور كاركوونكي يې برسېرن ټپي شوي دي،
تر اوسه كومې ډلې د دغې بريد پړه پر غاړه نه اخيستې خو دا بريد په داسې حال كې شوى چې تر دې وړاندې طالب وسله والو پر عدلي او قضايي ارګانونو د بريدونو ګواښ كړى و.
طالبانو دا ګواښ هغه مهال وكړ چې حكومت شپږ طالب زندانيان اعدام كړل او د نورو د اعدام د دوسيو د بشپړېدو خبر يې وركړ.


