وروستى تعقيب: د غزني ولايت پر استيناف محکمې د وسله والو ډله ييز بريد د څلورو بريد كوونكو په ګډون ۱۸ تنو ته د مرګ ژوبلې په اوښتو سره پاى ته ورسېد.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل، چې څلورو بريد كوونكو د ملي پوليسو له يونيفورم څخه په استفادې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې په ډله ييزه توګه د دې ولايت پر استيناف محکمې بريد وکړ.
نوموړي زياته کړه، چې په پېښه کې څلور بريد كوونكي، د محکمې يو ساتونکى او يو ملکي وګړى وژل شوي او د استيناف محکمې د مشر سکندر حيدري په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي. وروستى تعقيب: د غزني ولايت پر استيناف محکمې د وسله والو ډله ييز بريد د څلورو بريد كوونكو په ګډون ۱۸ تنو ته د مرګ ژوبلې په اوښتو سره پاى ته ورسېد.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل، چې څلورو بريد كوونكو د ملي پوليسو له يونيفورم څخه په استفادې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې په ډله ييزه توګه د دې ولايت پر استيناف محکمې بريد وکړ.
نوموړي زياته کړه، چې په پېښه کې څلور بريد كوونكي، د محکمې يو ساتونکى او يو ملکي وګړى وژل شوي او د استيناف محکمې د مشر سکندر حيدري په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي.
خو د غزني ولايت د عامې روغتيا چارواکي وايي، چې له يادې پېښې ورته د يوه پوليس او د محکمې د يوه اجير کارکوونکي په ګډون دوه مړي، د محکمې د رئيس، د ښاري محکمې د پنځو کار کوونکو او درېيو پوليسو په ګډون ورته ۱۲ ټپيان وروړل شوي دي.
وسله والو طالبانو د دغې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.


