د افغان پوځ مسوولين وايي، د طالبانو له ولكې څخه يې د كندهار- ارزګان لويې لارې د خلاصولو په عملياتو كې ۳۶۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دا لار چې قابو يوه مياشت كېږي طالبانو پر بمونو پوښلې ده، د بېرته خلاصولو لپاره يې له دريو اوونيو راهيسې پوځي عمليات روان دي.
د كندهار ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي څانګه تر دې دمه عمليات بريالي بولي او وايي وسله وال يې له سيمې شړلي خو دمګړۍ افغان ځواكونو د لارې په اوږدو كې د ماينونو په شنډولو او د پوستو په جوړولو بوخت دي. د افغان پوځ مسوولين وايي، د طالبانو له ولكې څخه يې د كندهار- ارزګان لويې لارې د خلاصولو په عملياتو كې ۳۶۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دا لار چې قابو يوه مياشت كېږي طالبانو پر بمونو پوښلې ده، د بېرته خلاصولو لپاره يې له دريو اوونيو راهيسې پوځي عمليات روان دي.
د كندهار ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي څانګه تر دې دمه عمليات بريالي بولي او وايي وسله وال يې له سيمې شړلي خو دمګړۍ افغان ځواكونو د لارې په اوږدو كې د ماينونو په شنډولو او د پوستو په جوړولو بوخت دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسوول احمد صادق همدا خبره كوي او وايي: (( دا محاربوي عمليات د شفق جګړه ييزو عملياتو د لړۍ يوه برخه ده چې د ۲۰۵ اتل قول اردو د قومندان داوود شاه وفادار په مشرۍ د ارزګان او كندهار لويې لارې د خلاصولو لپاره پيل شوي چې لا هم دوام لري، په دې عملياتو كې تر اوسه ۱۷۰ وسله وال وژل شوي او ۱۹۷ تنه ټپيان شوي دي، اوس موږ شاولي كوټ ولسوالۍ كې يوو.))
د صادق په خبره دا لويه لار به په راتلونكو دريو ورځو كې د عامه تګ راتګ لپاره خلاصه شي. د چارواکو په وينا په دې عملياتو کې په زياته کچه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.


