د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر موټر د چاودنې له امله د اووه ملکي وګړو په ګډون ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي نن کلید ته وویل، چاودنه تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته څېرمه د سیمه ییزو پولیسو د قومندان سرجنګ په موټر پورې د نښلول شوي ماین له امله رامنځته شوه.
هغه وویل په پيښه کې یو ملکي وګړی او د یاد قومندان په ګډون دوه سیمه ییز پولیس ووژل شول همدا راز يو ملي پوليس، دوه سيمه يز پوليس او شپږ ملکي وګړي ټپيان شول. د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر موټر د چاودنې له امله د اووه ملکي وګړو په ګډون ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي نن کلید ته وویل، چاودنه تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته څېرمه د سیمه ییزو پولیسو د قومندان سرجنګ په موټر پورې د نښلول شوي ماین له امله رامنځته شوه.
هغه وویل په پيښه کې یو ملکي وګړی او د یاد قومندان په ګډون دوه سیمه ییز پولیس ووژل شول همدا راز يو ملي پوليس، دوه سيمه يز پوليس او شپږ ملکي وګړي ټپيان شول.
وسله والو طالبانو د دغې چاودنې مسولیت په غاړه اخیستی او په کې یې د ۷ سیمه ییزو پولیسو د وژل کېدو دعوه کړې ده.


