په جنوبي کوريا کې د ميټرو په ځمکتلي کې د چاودنې له كبله څلور کارګران وژل شوي دي.
ايرنا خبري اژانس د ځايي رسنيو له قوله ويلي، چې ياده چاودنه نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د جنوبي کوريا مرکز سويل د اورګاډي په مټرو کې رامنځته شوې ده.
د جنوبي کوريا دولتي ټلويزيون هم دا پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي، چې د چاودنې په مهال په ميټرو کې ۱۷ کارګرانو کار کاوه.
پوليسو ويلي، لس ټپي کارګران يې روغتون ته استولي، چې د ځينو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى. په جنوبي کوريا کې د ميټرو په ځمکتلي کې د چاودنې له كبله څلور کارګران وژل شوي دي.
ايرنا خبري اژانس د ځايي رسنيو له قوله ويلي، چې ياده چاودنه نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د جنوبي کوريا مرکز سويل د اورګاډي په مټرو کې رامنځته شوې ده.
د جنوبي کوريا دولتي ټلويزيون هم دا پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي، چې د چاودنې په مهال په ميټرو کې ۱۷ کارګرانو کار کاوه.
پوليسو ويلي، لس ټپي کارګران يې روغتون ته استولي، چې د ځينو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.
د جنوبي کوريا څېړونکو ډلو په لومړنيو پلټونو کې معلومه کړې، چې ښايي چاودنه د اکسيجن له كبله رامنځته شوې وي، چې په ترڅ کې يې د ميټرو چت پر کارګرانو لوېدلى دى.
د جنوبي کوريا چارواکو ويلي، چې د چاودنې د علت په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.


