د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ امنیه قومندان د ماین په چاودنه کې ووژل شو. د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمرعبدالرزاق قادری کلید ته وویل چې د شولګرې ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال بسم الله خان نن سهار لس بجې او ۱۵ دقیقې د مزار – شولګرې ولسوالۍ پر لويه لاره د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی .
هغه زیاته کړه چې تراوسه د چاودنې څرنګوالی معلوم نه دى خو سیمې ته یې د پلټنو لپاره پلاوی استولی دى.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې په مزارشریف کې د ناامنیو زیاتېدو خلک اندیښمن کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ