امريکا خبردارى ورکړى، چې د اوړي په را رسېدو سره په اروپا کې د فوټبال جام سياليو په مهال د سترو ترهګريزو بريدونو خطر موجود دى.
په همدې هدف د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خپلو اتباعو ته د سفر کولو په اړه لارښوونې خپرې کړې دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په فرانسه کې د اروپا د فوټبال سياليو په لړ کې ښايي ترهګر لوى بريدونه ترسره کړي.
جان کربي خپلو هېوادوالو ته په اروپا کې د احتياط سپارښتنه کړې ده. امريکا خبردارى ورکړى، چې د اوړي په را رسېدو سره په اروپا کې د فوټبال جام سياليو په مهال د سترو ترهګريزو بريدونو خطر موجود دى.
په همدې هدف د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خپلو اتباعو ته د سفر کولو په اړه لارښوونې خپرې کړې دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په فرانسه کې د اروپا د فوټبال سياليو په لړ کې ښايي ترهګر لوى بريدونه ترسره کړي.
جان کربي خپلو هېوادوالو ته په اروپا کې د احتياط سپارښتنه کړې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښايي ترهګر د سيلانيانو پر سيمو، هوټلونو، سوداګريزو مارکېټونو او ټرانسپورټي ځايونو بريدونه وكړي.
دا په داسې حال کې ده، چې امريکا په تېره مارچ مياشت كې هم د بروکسل تر بريدونو وروسته خپلو اتباعو ته د احتياط يادونه کړې وه.


