ads

ټرافیکي پېښې او مرگوني تلفات

تر جګړو وروسته افغانانو ته تر ټولو ډېر تلفات په ټرافیکي پېښو کې اوړي. شمېرې ښيي چې په تېرو لسو کلونو کې شاوخوا ۴۸زره او ۷۷۸ تنو ته په ټرافیکي پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې ده. دا ارقام د ټول هېواد په کچه د ټرافیکي پېښو له یوې برخې راټول شوي، خو ښايي له ډېرو […]

نویسنده: TKG
11 غبرګولی 1395

تر جګړو وروسته افغانانو ته تر ټولو ډېر تلفات په ټرافیکي پېښو کې اوړي. شمېرې ښيي چې په تېرو لسو کلونو کې شاوخوا ۴۸زره او ۷۷۸ تنو ته په ټرافیکي پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې ده. دا ارقام د ټول هېواد په کچه د ټرافیکي پېښو له یوې برخې راټول شوي، خو ښايي له ډېرو پېښو څوک بیخي خبر شوي نه وي.
په وروستۍ پېښه کې چې د غويي په ۲۹مه د هرات- تورغنډۍ پر لویه لاره رامنځته شوه ۱۵تنو ته په کې مرګ ژوبله واوښته. دا پېښه د یوه باروړونکي موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې وه. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په دې اړه وویل چې دوه تنه په پېښه کې وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي. تر جګړو وروسته افغانانو ته تر ټولو ډېر تلفات په ټرافیکي پېښو کې اوړي. شمېرې ښيي چې په تېرو لسو کلونو کې شاوخوا ۴۸زره او ۷۷۸ تنو ته په ټرافیکي پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې ده. دا ارقام د ټول هېواد په کچه د ټرافیکي پېښو له یوې برخې راټول شوي، خو ښايي له ډېرو پېښو څوک بیخي خبر شوي نه وي.
په وروستۍ پېښه کې چې د غويي په ۲۹مه د هرات- تورغنډۍ پر لویه لاره رامنځته شوه ۱۵تنو ته په کې مرګ ژوبله واوښته. دا پېښه د یوه باروړونکي موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې وه. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په دې اړه وویل چې دوه تنه په پېښه کې وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د غويي په ۱۹مه بیا د غزني په مقر ولسوالۍ کې د کابل- کندهار پر لويه لاره ۱۳۰تنو ته په یوه ټرافیکي پېښه کې مرګ ژوبله واوښته. د غزني د ټرافيكو مدير محمدالله احمدي د يادې پېښې په اړه وویل چې يو ۳۰۳ډوله بس له يوه ټانکر سره ټکر وکړ، ۵۰ تنه یې ووژل او شاوخوا ۷۰ تنه یې ټپیان کړل. دا پېښه دومره خطرناکه وه چې د موټرونو له جنګېدو سره جوخت سیمه اور پر سر واخسته او یو شمېر مسافر یې وسوځول. په سیمه کې یوه عیني شاهد ویلي وو چې یو بس نه، بلکې دوه بسونه د تیلو له ټانکر سره جنګیدلي وو. د دغې پېښې د عیني شاهد د خولې خبره ده چې ۷۰تنه روغتون ته رسول شوي او پاتې نور ټول سوځېدلي وو او هېڅ نښه یې نه وه پاتې.
د مقر ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالعلي کلیوال د دغې پېښې په اړه وايي چې په قربانیانو کې ماشومان، ښځې او سپینږیري هم شامل وو. دی هم تاییدوي چې یو شمېر کسان په دغه پېښه کې سوځېدلي دي.
په یوه بله ټرافیکي پېښه کې چې د روان کال د وري په ۲۳مه نېټه د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې رامنځته شوه ۵۶ تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله. دا پېښه د ۳۰۳ډوله بس د چپه کېدو له کبله وه. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په دې اړه ویلي وو چې پېښه د موټر د بریک د شلېدو په نتیجه کې رامنځته شوې وه: ((موټرچلوونکي باید تر حرکت مخکې خپل موټر له تخینکي پلوه وګوري.))
دا څو پېښې د دې سبب شوې چې خلک شدید غبرګون وښيي. خلکو له حکومت څخه وغوښتل چې د مسافروړونکو شرکتونو چارو ته دې جدي پام وکړي. په ورته وخت کې طالبانو هم د ټرانسپورټي شرکتونو چارواکو ته ګواښ وکړ که چېرې بیا دغسې کومه پېښه تکرار شي؛ نو د شرکتونو له مشرانو سره به حساب او کتاب وکړي.
څېړنو ثابته کړې ده چې دغسې ټرافیکي پېښې تر ډېره د ټرافيکي قوانينو د نه عملي کېدو، د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ، د موټرو د تخنيکي ستونزو او د شرکتونو تر منځ د ناسالم رقابت له کبله رامنځته کېږي.
د ټرافیکي پېښو زیاتوالي او مرګ ژوبلو تېر کال جمهور رییس اشرف غني هم اړ کړ چې د پېښو د علتونو د څېړلو له پاره یو پلاوی وټاکي او د حللارو پر مخنیوي یې فکر وشي. د جمهور رییس د حکم له مخې دا پلاوی د کورنیو چارو، ټرانسپورټ، عامې روغتیا، اطلاعاتو او فرهنګ او عدلیې وزارتونو له استازو جوړ شوی. جمهور رییس ویلي وو چې د ټرافیکي پېښو تکرار په ناورین بدلېدلی شي: ((ټرافيکي پېښې په پرله پسې توګه تکرار شوې، د دې له پاره چې دا ناورين مو نور پای ته رسولی وي، يوه پلاوي ته مې دنده ورکړه چې دا ډول پېښې وڅېړي او حل لاره يې پيدا کړي.)) جمهور رییس همداراز غوښتي وو چې د ټرانسپورټي شرکتونو جوازونه دې له سره وکتل شي.
د محمد صابر انسان دوست په  نوم یوه افغان لیکوال بیا د ټرافیکي پېښو د علتونو او عواملو په اړه یوه څېړنه کړې او د کتاب په بڼه یې چاپ کړې ده. نوموړی وايي: (( د موټروانانو له لوري د اصولو نه مراعتول، د سړکونو تنګوالی او خرابي، پر لویو لارو د موټرو بیروبار، د لویو موټرو ډېر بارول، د ټرافیکي پېښو عمده علتونه دي.)) د افغان دوست موندنې ښيي چې په تېرو لسو کلونو کې ۴۸۷۷۸ تنو ته په ټرافیکي پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې ده. دا کتاب د «کورنیو چارو وزارت د ستونزو څېړل او حل لارې» نومېږي. په دې څېړنه کې له ۱۳۸۴تر ۱۳۹۴کاله پورې یوه برخه ټرافیکي پېښې رااخستل شوې دي. انسان دوست وايي، که حکومت له تخلف‎کارو چلوونکو سره قانوني چلند ونه کړي او د ټرافیکو قانون په پام کې ونه‎نیول شي؛ نو په دې برخه کې به مرګ ژوبلې لا هم زیاتې شي: (( دا ښکاره کوي چې د جګړو په ګډون له ټرافیکي پېښو څخه هم خلک په امن کې نه دي پاتې، ما په دې څېړنه کې له سرچینو کار اخستی دی، کتابتون ته مې مراجعه نه ده کړې او معلومات مې د ټرافیکو له ریاست څخه ترلاسه کړې دي او له پېښو مې عکسونه اخستې دي.))
بلخوا د ټرانسپورټ وزارت معلومات په ډاګه کوي چې افغانستان د نړۍ په سطحه د لوړو ټرافیکي پېښو د تلفاتو په نوملړ کې ځای لري.  ټرانسپورټ وزارت د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي علت، ناامني، د ټرافیکي قوانینو او معیارونو نه رعایت، د لارو خرابوالی، درانـه بـارونه او د نـشـې په حـال کــې  موټرواني بولي.
سیدولي سلطان د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت د پالیسۍ او پلان اېښودنې مرستیال چې تېره اوونۍ په کابل کې د لارو د مصوونیت د نړیوالې اوونۍ په مناسبت خبرې کولې، وویل چې په ۱۳۹۴لمریز کال کې ۱۴۰۶تنه د ټرافیکي پېښو په نتیجه کې په بېلابېلو ولایتونو کې وژل شوي او تر ۴زرو ډېر چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د ټرانسپورټ وزارت مرستیال څرګنده کړه چې د نړۍ د صحي سازمان( WHO)، د شمېرو له مخې افغانستان د جنوبي اسیا په اتو هېوادونو کې تر بنګلهدیش وروسته دوهم ځای لري. د ټرانسپورټ وزارت مرستیال وايي، د زړهبوږنوونکو ټرافیکي پېښو د مخنیوي له پاره پکار ده چې یو لړ قوانین او مقررې تر لاس لاندې ونیول شي. هغه له ټرانسپورټي شرکتونو وغوښتل چې ټرافیکي قوانین رعایت کړي. نوموړي وویل:(( د پېښو د راکمولو له پاره په پام کې لرو چې تر راتلونکو دوو اوونیو پورې د ۱۲۵شمېره په ۲۴ساعته توګه د خلکو د شکایتونو د اورېدو په خاطر فعاله کړو.))
په همدې غونډه کې د ټرانسپورټ وزارت د ځمکني ټرانسپورټ د تنظیم مسوول قربان علي وویل چې د ټرانسپورټي وضعیت د بهبود په خاطر جدي ګامونه اخستل شوي دي. د نوموړي د معلوماتو له مخې یوازې په تېر کال کې د ۱۸۰ ټرانسپورټي شرکتونو او اتحادیو جوازونه د معیارونو د نه رعایت له کبله لغوه شوي دي: (( زموږ هدف خلکو ته د ښو ټرانسپورټي خدمتونو وړاندې کول دي.))
د ټرانسپورټ وزارت له لوري خپاره شوي ارقام ښيي چې دمګړۍ په هېواد کې شاوخوا ۱۲۰۰ شرکتونه د مسافرو د لېږد او رالېږد چارې پرمخ وړي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال مسعود عزیزي څرګندونې هم پر همدې راڅرخي چې ټرانسپورټي شرکتونه له ټاکل شويو ټرافیکي قوانینو سرغړونه کوي. عزیزي په ټرافیکي قوانینو، دستورالعملونو او لوایحو کې د بدلون غوښتونکی شو، هغه وویل: ((د ټرافیکو د عمومي ریاست د راپور پر بنسټ، د ټرافیکي ستونزو او نیمګړتیاو له کبله په منځنۍ توګه په هېواد کې هر کال ۱۲۰۰ تنه شهیدان او له ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰۰ تنه ټپیان کېږي.))  دا خو پرځای پریږده چې له دې درکه په ملیونونه افغانۍ مالي زیان هم خلکو ته اوړي.
د فواعد عامې وزارت د سړکونو د حفظ او مراقبت رییس، رییس خیل وویل چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې تر اوسه ۱۱زره کیلومتره سړکونو کریړ شوي دي، هغه وویل: (( خو متاسفانه اوس د دغو سړکونو ډېره برخه د زیات ټرافیک(بیروبار) او ډېر فساد له کبله چې د درنو او باروړونکو موټرو په تلو کې کېږي، تخریب شوي.))
د مسافروړونکو شرکتونو په استازیتوب حاجي نذیز وویل چې دولت د ټرانسپورټي شرکتونو له پاره سخت شرایط ټاکي، خو  د شرکتونو له پاره  پارکینګ او د سړکونو د ترمیم په برخه کې هېڅ خدمت نه وړاندې کوي.
په اطرافي او لویو جادو کې د مسافرو او بار د مصوونیت طرزالعمل په ۲۸ مورده کې د ټرانسپورټ وزارت له لوري ترتیب شوی او د ټرانسپورټ وزارت په وینا چې له ټولو شرکتونو او اتحادیو سره به یې د عملي کولو پر سر خبرې وشي.
خو له دې سره سره د ټرافیکي پېښو مسوول عبداللطیف خیرخواه څه موده مخکې ویلي وو چې د تېر په نسبت ټرافیکي پېښې شل په سلو کې راکمې شوې دي. د نوموړي په استدلال دا کموالی د ټرافیکو پولیسو د کلکې څارنې له کبله احساس شوی دی: (( د ټرافیکو پولیس له ټرافیکي قوانینو څخه سرغړوونکي جریمه کوي، خو بیا هم هغه شمېر موټرچلوونکي چې په واټونو کې ټرافیکي لارښوونې په پام کې نیسي د ګوتو په شمېر دي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA