د ننګرهار ولایتي شورا وايي، چې د دغه ولایت په محبس کې بندیان بریښنا او روغتیا ته د نه لاسرسي ترڅنګ له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.
د ولایتي شورا یو شمیر غړو پرون له ننګرهار محبس څخه لیدنه کړې او هلته یې د زندانيانو ستونزې اوریدلې دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اصحاب ولي مسلم چې د یاد پلاوي ملتیا یې کوله، نن سهار کلید ته وویل، چې په محبس کې بندیان له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
هغه وویل، زندانيان بریښنا او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او د روژې په راتګ ورته اندیښنې زیاتې شوې دي. د ننګرهار ولایتي شورا وايي، چې د دغه ولایت په محبس کې بندیان بریښنا او روغتیا ته د نه لاسرسي ترڅنګ له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.
د ولایتي شورا یو شمیر غړو پرون له ننګرهار محبس څخه لیدنه کړې او هلته یې د زندانيانو ستونزې اوریدلې دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اصحاب ولي مسلم چې د یاد پلاوي ملتیا یې کوله، نن سهار کلید ته وویل، چې په محبس کې بندیان له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
هغه وویل، زندانيان بریښنا او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او د روژې په راتګ ورته اندیښنې زیاتې شوې دي.
د ولایتي شورا دغه غړی وايي، د محبس بندیانو ورته دا شکایت هم کړی، چې مسوولین په ځانګړو فرمانونو کې د هغه چا په قید کې کموالی راولي، چې هغوی ته پیسې ورکړي.
د ننګرهار ولایتي اداره هم یادې ستونزې مني او ډاډ ورکوي، چې ډیر ژر به یې د حل په موخه ګامونه پورته شي.
د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي کلید ته وویل، ولایتي شورا له والي سره یادې ستونزې شریکې کړي او هغه هم مسوولینو ته د ستونزو د حل لارښوونه کړې ده.
د یادولو وړ ده، چې د ننګرهار محبس بندیان ډیر کله د ورته ستونزو شکایت کوي او چارواکي یې د حل ډاډ ورکوي؛ خو لا هم د دغه محبس بندیان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.


