ځايي چارواكي وايي چې وسله والو د كندوز- تخار له لويې لارې څخه نږدې ۲۰۰ مساپر له موټرو ښكته كړي او له ځانه سره يې بيولي دي.
چارواكي وايي، وسله والو نن سهار پنځه بجې ښار ته نږدې لويه لار تړلې او د څلورو ۴۰۴ ډوله بسونو، د څلور كرولا موټرو او په دريو فلاينكوچ موټرو سپاره ټول ۱۸۵ مساپر يې له ځان سره بيولي دي.
د كندوز د امنيه قومندانۍ د امنيت امر په دې اړه كليد ته وويل، وسله والو له تښتول شويو كسانو ځينې خوشې كړي خو څلور تنه يې ترې وژلي هم دي. ځايي چارواكي وايي چې وسله والو د كندوز- تخار له لويې لارې څخه نږدې ۲۰۰ مساپر له موټرو ښكته كړي او له ځانه سره يې بيولي دي.
چارواكي وايي، وسله والو نن سهار پنځه بجې ښار ته نږدې لويه لار تړلې او د څلورو ۴۰۴ ډوله بسونو، د څلور كرولا موټرو او په دريو فلاينكوچ موټرو سپاره ټول ۱۸۵ مساپر يې له ځان سره بيولي دي.
د كندوز د امنيه قومندانۍ د امنيت امر په دې اړه كليد ته وويل، وسله والو له تښتول شويو كسانو ځينې خوشې كړي خو څلور تنه يې ترې وژلي هم دي.
د كندوز د امنيت امر ډګروال محمد معصوم هاشمي په خبره د وسله والو له لوري په تښتول شويو كسانو كې ښځې، ماشومان او ملكيان ډېر دي چې ټولو غوښتل كابل ته ولاړ شي.
د دغو كسانو د تښتولو پړه لا تر اوسه كومې ډلې پر غاړه نه ده اخستې.


