د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د ختیځ زون په کچه د معلولینو د فزیکي رغښت لپاره د ځانګړي مرکز د و بنسټ ډبره نن کېښودل شوه .
د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر له لورې کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې د والي سلیم کندوزي له قوله راغلي، چې د معلولینو د فزیکي رغښت یاد مرکز په شاوخوا یو جریب ځمکه کې د دغه ولایت د زر بستریزه کمپليکس په درې سوه جریبه ساحه کې جوړیږي .
نوموړي زیاته کړه، د دغه مرکز په جوړېدو نږدې دیرش میلیونه افغانۍ مالي لګښت راځي، چې د سویډن کمیټې له لورې ورکول کیږي او د یوه کال په موده کې به یې چارې بشپړې شي. د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د ختیځ زون په کچه د معلولینو د فزیکي رغښت لپاره د ځانګړي مرکز د و بنسټ ډبره نن کېښودل شوه .
د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر له لورې کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې د والي سلیم کندوزي له قوله راغلي، چې د معلولینو د فزیکي رغښت یاد مرکز په شاوخوا یو جریب ځمکه کې د دغه ولایت د زر بستریزه کمپليکس په درې سوه جریبه ساحه کې جوړیږي .
نوموړي زیاته کړه، د دغه مرکز په جوړېدو نږدې دیرش میلیونه افغانۍ مالي لګښت راځي، چې د سویډن کمیټې له لورې ورکول کیږي او د یوه کال په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
د والي په خبره، په دې مرکز کې به د خیتځ زون په کچه په درې برخو کې فعالیت ترسره شي، چې د معلولینو لپاره به په کې مصنوعي غړو، د تګ راتګ وسایلو او د نورې درملنې اسانتياوې برابرېږي.


