د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي، د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د افغان کډوالو او دغه هیواد ته د تلونکو افغان مساپرو د ستونزو په حل کې پاتې راغلی دی.
دوی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې پاکستان په خوست كې د ببرک تاڼې او غلام خان بندر لارې د سوداګرو او مسافرو پر وړاندې تړلي او پرته له ویزې یې دغه هیواد ته پر ټولو لارو د تلونکو افغانانو د مخنیوي امر کړی دى.
په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي ډاکټر میربت خان منګل د بهرنیو چارو په وزیر نیوکه وکړه، چې یوازې خپلو ګوندي مسایلو کې بوخت دی او د هیواد د پرتو ستونزو هیڅ فکر ورسره نشته. د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي، د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د افغان کډوالو او دغه هیواد ته د تلونکو افغان مساپرو د ستونزو په حل کې پاتې راغلی دی.
دوی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې پاکستان په خوست كې د ببرک تاڼې او غلام خان بندر لارې د سوداګرو او مسافرو پر وړاندې تړلي او پرته له ویزې یې دغه هیواد ته پر ټولو لارو د تلونکو افغانانو د مخنیوي امر کړی دى.
په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي ډاکټر میربت خان منګل د بهرنیو چارو په وزیر نیوکه وکړه، چې یوازې خپلو ګوندي مسایلو کې بوخت دی او د هیواد د پرتو ستونزو هیڅ فکر ورسره نشته.
منګل کلید ته وویل، که د بهرنیو چارو وزارت یوه منظمه پالیسي جوړه کړی وی؛ نو هیڅکله به پاکستانیو چارواکو د افغان کډوالو او مسافرو پر وړاندې ستونزو نه جوړولی: (( موږ شكايتونه كړي دي حتى خارجه وزير ته مو غږ رسولى دى، په دې سرحد قامونه پراته دي چې نيم افغانستان او نيم د ډيورنډ ها غاړه پراته دي، خو تر اوسه خارجه وزارت نه دى توانېدلى چې پاكستان سره خبرې وكړي او يا بديل ورته پيدا كړي.))
د ولسي جرګې دغه وکیل ډاډ ورکړ، چې ملي شورا به ډېر ژر د افغان کډوالو او مساپرو پر وړاندې د پاکستان د دغه تازه سرزوریو د حل په موخه چټک ګامونه پورته کړي.


