ads

ملي امنيت شورا، د داعش ضد ستراتيژي تصويب كړه

د ملي امنيت شورا د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ په پرونۍ غونډه كې له داعش سره د مبارزې ستراتيژي تاييد کړه.له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې غونډه کې د دفاعي او امنيتي سکټور وزيرانو د هېواد د امنيتي وضعيت په ځانګړي ډول د هلمند، اروزګان، فارياب، ننګرهار، […]

نویسنده: TKG
11 غبرګولی 1395
ملي امنيت شورا، د  داعش ضد ستراتيژي تصويب كړه

د ملي امنيت شورا د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ په پرونۍ غونډه كې له داعش سره د مبارزې ستراتيژي تاييد کړه.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې غونډه کې د دفاعي او امنيتي سکټور وزيرانو د هېواد د امنيتي وضعيت په ځانګړي ډول د هلمند، اروزګان، فارياب، ننګرهار، غزني، سرپل او بغلان ولايتونو په اړه د رپوټ وړاندې کولو په مهال د دښمن په وړاندې د مبارزې او د امنيتي تهديدونو د دفعه کولو په برخه کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو کوښښونه او برياوې وستايلې او د امنيتي تهديدونو د دفعه کولو په هدف يې لازمې لارښوونې وکړې. د ملي امنيت شورا د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ په پرونۍ غونډه كې له داعش سره د مبارزې ستراتيژي تاييد کړه.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې غونډه کې د دفاعي او امنيتي سکټور وزيرانو د هېواد د امنيتي وضعيت په ځانګړي ډول د هلمند، اروزګان، فارياب، ننګرهار، غزني، سرپل او بغلان ولايتونو په اړه د رپوټ وړاندې کولو په مهال د دښمن په وړاندې د مبارزې او د امنيتي تهديدونو د دفعه کولو په برخه کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو کوښښونه او برياوې وستايلې او د امنيتي تهديدونو د دفعه کولو په هدف يې لازمې لارښوونې وکړې.
د سرچينې په وينا، د غونډې په پاى کې له داعش سره د مبارزې پر ستراتيژۍ بحث وشو، د ملي امنيت شورا د دې ستراتيژي د تدوين له موظفو ارګانونو د مننې په څرګندونو سره هغه په پرنسيب کې تاييد کړه او اړوندو ادارو ته يې د داعش ډلې د نابودۍ، ځپلو او په افغانستان کې د هغوى د فعاليتونو د دوام د مخنيوي په هدف هر اړخيزې لارښوونې وکړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA