د كندوز امنيتي چارواكي وايي، وسله والو نن سهار د كندوز- كابل په لاره له څو موټرو څخه د ښكته كړيو ۱۷۰ مساپرو له ډلې ۱۰ تنه وژلي او له ۱۵ مساپرو پرته چې لا هم ورسره دي، نور يې خوشې كړي دي.
د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر ډګروال محمد معصوم هاشمی کلید ته وویل نن سهار ۵ بجې د علي اباد ولسوالۍ په شنه تیپه سیمه کې وسله والو طالبانو له دريو ۳۰۳ ډوله موټرو څخه ۱۷۰ مساپر چې ټول د بدخشان، كندوز او تخار اوسېدونكي وو، كوز كړي او له ځان سره وړي وو.
د امنیت امر زیاته کړه، وسله والو طالبانو د ۱۷۰ تنو له ډلې ۱۰ ملکیان وژلي چې د ۹ تنو مړي د کندوز حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او د یو بل تن مړى يې د چهاردرې لوی سیند ته غورځولی دی. د كندوز امنيتي چارواكي وايي، وسله والو نن سهار د كندوز- كابل په لاره له څو موټرو څخه د ښكته كړيو ۱۷۰ مساپرو له ډلې ۱۰ تنه وژلي او له ۱۵ مساپرو پرته چې لا هم ورسره دي، نور يې خوشې كړي دي.
د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر ډګروال محمد معصوم هاشمی کلید ته وویل نن سهار ۵ بجې د علي اباد ولسوالۍ په شنه تیپه سیمه کې وسله والو طالبانو له دريو ۳۰۳ ډوله موټرو څخه ۱۷۰ مساپر چې ټول د بدخشان، كندوز او تخار اوسېدونكي وو، كوز كړي او له ځان سره وړي وو.
د امنیت امر زیاته کړه، وسله والو طالبانو د ۱۷۰ تنو له ډلې ۱۰ ملکیان وژلي چې د ۹ تنو مړي د کندوز حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او د یو بل تن مړى يې د چهاردرې لوی سیند ته غورځولی دی.
د کندوز د امنیه قومندانۍ د امنیت امر زیاته کړه، یو شمېر زیات مساپر یې ازاد کړي خو اوس هم څه باندې ۱۵ تنه له وسله والو طالبانو سره دي: (( يوسل اويا نفره سورلۍ يې انتقال كړې وې، لس بې ګناه خلك يې شهيدان كړي، يو ملكي مړى يې سيند ته ورغورځولى و، موږ ته راخوشې كړيو كسانو وويل چې له لسو تر پنځلسو پورې كسان لا هم طالبانو سره دي چې ډېر لرې يې وړي دي.))
د علي اباد ولسوالۍ د شنې تیپې اوسیدونکي چې ياده پېښه یې په خپلو سترګو لیدلې كليد ته وايي، طالبانو له شپې راهيسې چك پواينټونه اچولي وو او سهار يې درې څلور ۳۰۳ موټرو نه ملكي خلك، ماشومان او ښځې سيند غاړې ته كوز كړي وو چې له ډلې يې لس تنه ځاى پر ځاى وژلي وو.
دا لومړی ځل نه دی چې وسله وال طالبان د کندوز- کابل له لويې لارې مساپر له ځان سره وړي بلکې له دې وړاندې هم وسله وال طالبان سړک ته راوتلي او د دولت د ماموريت په تور يې خلك له موټرو كوز كړي، خو د وروستۍ پېښې په اړه يې لا څه نه دي ويلي.


