د کندهار امنيه قومنداني وايي، يو کم عمره ځانمرګی بريد کوونکی يې نيولی، چې غوښتل يې د میوند ولسوالۍ امنیه قومندان په نښه کړي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني کلید راډيو ته وویل، دغه ۱۴ كلن زلمي غوښتل چي د میوند ولسوالۍ پر امنیه قومندان سلطان محمد او یا هم د ژېړۍ ولسوالۍ پر امنیه قوماندان معصوم خان ځانمرګی برید وکړي.
د دراني په خبره، دغه کوچنی د شل زره پاکستاني کلدارو په بدل کې ځانمرګي بريد ته اماده کړل شوى و د کندهار امنيه قومنداني وايي، يو کم عمره ځانمرګی بريد کوونکی يې نيولی، چې غوښتل يې د میوند ولسوالۍ امنیه قومندان په نښه کړي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني کلید راډيو ته وویل، دغه ۱۴ كلن زلمي غوښتل چي د میوند ولسوالۍ پر امنیه قومندان سلطان محمد او یا هم د ژېړۍ ولسوالۍ پر امنیه قوماندان معصوم خان ځانمرګی برید وکړي.
د دراني په خبره، دغه کوچنی د شل زره پاکستاني کلدارو په بدل کې ځانمرګي بريد ته اماده کړل شوى و: (( دا هلك د پنجوايي د انګوريانو د كلي اوسېدونكى دى، ده په لومړيو كې وسله والو مخالفينو سره اړيكې پيدا كړې وې بيا يې د شل زره كلدارو په بدل كې ځانمرګي بريد ته تيار كړى و، خو پرون د سرحدي ځواكونو د كشفي معلوماتو پر اساس د کندهار ښار په څلورمه حوزه کې عيدګاه جومات سره د واسكټ ترلاسه كولو پرمهال لاس په لاس نيول شوى دى.))
دراني د دغې موضوع د څرنګوالي په اړه نور معلومات ور نه کړل خو کلید راډيو ته يې وويل، چي کوچني هم اعتراف كړى چې ځانمرګي بريد لپاره يې پيسې ترلاسه كړې وې او د بريد لپاره راغلى و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


