د کندهار د صحي علومو د ۱۴۴ تنه ښځینه او نارینه محصلین د قابله ګۍ، عالي نرسینګ، طبي لابراتوار، فارمیسي او طبي تکنالوژۍ له څانګو څخه فارغ شول.
د دوى د فراغت په وياړ پرونۍ جوړې شوې غونډې ته د کندهار صحي علومو انسټيټوت مسوولې نسرین بارکزۍ وويل، مخكې به په کندهار ښار او ولسواليو کې د روغتيا په برخه کي ستونزي ډيرې وې، خو اوس د مسلکي کسانو په راتګ سره دا ستونزه ورځ تر بلې كمېږي.
فارغو شويو محصلينو د هيواد په هر ګوټ کي کار کولو ته اماده ګي وښوده، خو له دولت څخه يې غوښتنه وه، چي بايد دوی ته لومړی د کار زمينه برابره کړي. د کندهار د صحي علومو د ۱۴۴ تنه ښځینه او نارینه محصلین د قابله ګۍ، عالي نرسینګ، طبي لابراتوار، فارمیسي او طبي تکنالوژۍ له څانګو څخه فارغ شول.
د دوى د فراغت په وياړ پرونۍ جوړې شوې غونډې ته د کندهار صحي علومو انسټيټوت مسوولې نسرین بارکزۍ وويل، مخكې به په کندهار ښار او ولسواليو کې د روغتيا په برخه کي ستونزي ډيرې وې، خو اوس د مسلکي کسانو په راتګ سره دا ستونزه ورځ تر بلې كمېږي.
فارغو شويو محصلينو د هيواد په هر ګوټ کي کار کولو ته اماده ګي وښوده، خو له دولت څخه يې غوښتنه وه، چي بايد دوی ته لومړی د کار زمينه برابره کړي.
هغوی همدارنګه غوښتنه وکړه، چي د نورو لوړو او تخصصي زده کړو لپاره دې هم ورته زمينه برابره شي.
د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي بيا وويل، اوس هم د کندهار په لرې پرتو سيمو کې روغتيايي ستونزې ډېرې دي او دغه فارغين بايد په ولسواليو کي دندې ترسره کړي.
هغه وويل، له نورو ولايتونو راغلي محصلين بايد په خپلو ولايتونو کې روغتيايي خدمتونه ترسره کړي او سپارښتنه يې وکړه، چي په ټولو درملتونونو کې دې مسلکي کسان په دندو وګمارل شي.
د کندهار د صحي علومو انسټيټيوټ دولتي دی او په عامې روغتيا رياست پورې اړوند دی. د دې تر څنګ په کندهار كې ګڼ نور شخصي انسټيټيوټونه هم فعاليت لري چې هر کال په سلګونه نارينه او ښځينه فارغان لري.


