ads

د هلمند جګړه: تېرو دريو ورځو كې ۱۱۸ وسله وال مړه، ۷۳ ټپيان، ۱۱ بنديان

هلمند والي وايي، له تېرو دريو ورځو راهيسې د هلمند په جګړه كې ۱۱۸ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۷۳ ټپيان او ۱۱ نور ژوندي نيول شوي دي.د هلمند والي حيات الله حيات نن يو خبري كنفرانس ته وويل، د دې ولايت يو شمېر له لاسه وتلو سيمو د بېرته نيولو لپاره تازه دمي سرتېري […]

نویسنده: TKG
11 غبرګولی 1395
د هلمند جګړه: تېرو دريو ورځو كې ۱۱۸ وسله وال مړه، ۷۳ ټپيان، ۱۱ بنديان

هلمند والي وايي، له تېرو دريو ورځو راهيسې د هلمند په جګړه كې ۱۱۸ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۷۳ ټپيان او ۱۱ نور ژوندي نيول شوي دي.
د هلمند والي حيات الله حيات نن يو خبري كنفرانس ته وويل، د دې ولايت يو شمېر له لاسه وتلو سيمو د بېرته نيولو لپاره تازه دمي سرتېري هم ور رسېدلي او اوس د جګړې لومړۍ كرښې ته ورغلي دي: (( دا د ملاجانان كسان دي، موږ د ځينو سيمو د بېرته نيولو لپاره قوي تدابير نيولي، ځينو سيمو كې جنګ پيل شوى او ځينو سيمو ته پلان جوړ شوى دى.)) هلمند والي وايي، له تېرو دريو ورځو راهيسې د هلمند په جګړه كې ۱۱۸ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۷۳ ټپيان او ۱۱ نور ژوندي نيول شوي دي.
د هلمند والي حيات الله حيات نن يو خبري كنفرانس ته وويل، د دې ولايت يو شمېر له لاسه وتلو سيمو د بېرته نيولو لپاره تازه دمي سرتېري هم ور رسېدلي او اوس د جګړې لومړۍ كرښې ته ورغلي دي: (( دا د ملاجانان كسان دي، موږ د ځينو سيمو د بېرته نيولو لپاره قوي تدابير نيولي، ځينو سيمو كې جنګ پيل شوى او ځينو سيمو ته پلان جوړ شوى دى.))
والي زياته كړه، د يو شمېر سيمو په پرېښودلو كې غفلت كوونكي مسوولين هم نيول شوي چې د قانون له مخې به سزا وركړل شي
يادې خبري غونډې ته د ۲۱۵ ميوند قول اردو مرستيال جنرال فيض محمد هم وويل چې د دې ولايت كومانډويي او نور ځواكونه د هلمند په بېلابېلو سيمو كې پر عملياتو بوخت دي چې په خبره يې وسله وال يې ځپلي دي او هغوى له غلچكيو بريدونو پرته هېڅ پرمختګ نه شي كولى: (( پوستې مو ځاى پر ځاى دي، دښمن ته مو درانه تلفات وركړي، د كوهبند په جهانزيب كمپ كې د وسله والو عمليات شوي، خو هغه پوسته مو بيرته ترې نيولې ده.))
همداراز په هلمند کې د  ۵۰۵بُست زون قومندان مل پاسوال عصمت الله  دولتزي هم وویل چې  هغه سیمو ته له دريو ورځو راهيسې په كې جګړه شوې، کومکي ځواکونه رسېدلي او وسله وال یې په شا تمبولي دي: (( كله چې شاهراه ته مشكل پېښ شو، په ضرب د څلورو ساعتونو كې شپېته ملي پوليس، ۳۰ نفر سرحدي پوليس او ۵۰ ملي امنيت سرتېري له هغوى سره په سيمه كې ناست دي.))
وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو د دې ادعا په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي .
خو د یادونې وړ ده چې له دريو ورځو راهيسې د هلمند په ګرشك، او نادعلي ولسواليو كې نښتې پيل شوې دي چې د مسوولينو په وينا ځينې پوستې د طالبانو لاسته ورغلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA