ads

اذربايجان له افغانستان سره دوامداره اړيكې پالل غواړي

د اذربايجان جمهور رئيس الهام علي اف وايي، چې هېواد يې له افغانستان سره د ژورو، ستراتيژيکو او دوامداره اړيکو غوښتونکى دى.نوموړي دا خبره پرون په باكو كې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سره د ليدنې په مهال وكړه.د ملي امنيت شورا دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د اذربايجان […]

نویسنده: TKG
11 غبرګولی 1395
اذربايجان له افغانستان سره دوامداره اړيكې پالل غواړي

د اذربايجان جمهور رئيس الهام علي اف وايي، چې هېواد يې له افغانستان سره د ژورو، ستراتيژيکو او دوامداره اړيکو غوښتونکى دى.
نوموړي دا خبره پرون په باكو كې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سره د ليدنې په مهال وكړه.
د ملي امنيت شورا دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د اذربايجان د جمهور رئيس له قوله راغلي، هېواد يې حاضر دى، چې له افغانستان سره د امنيتي ځواکونو د هوايي اړتيا پوره کولو، د پيلوټانو روزنې، د امنيتي ځواکونو د وسلو او تجيزاتو اړتياوو د پوره کولو، د امنيتي ځواکونو د ټپيانو د درملنې، د نظامي افسرانو د روزنې او د ملکي برخو د محصلينو د روزنې په چارو کې همکاري وکړي.
د هغه په وينا، د افغانستان او اذربايجان ترمنځ د همکاريو د پراختيا نوى پړاو پيل شوى دى. د اذربايجان جمهور رئيس الهام علي اف وايي، چې هېواد يې له افغانستان سره د ژورو، ستراتيژيکو او دوامداره اړيکو غوښتونکى دى.
نوموړي دا خبره پرون په باكو كې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سره د ليدنې په مهال وكړه.
د ملي امنيت شورا دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د اذربايجان د جمهور رئيس له قوله راغلي، هېواد يې حاضر دى، چې له افغانستان سره د امنيتي ځواکونو د هوايي اړتيا پوره کولو، د پيلوټانو روزنې، د امنيتي ځواکونو د وسلو او تجيزاتو اړتياوو د پوره کولو، د امنيتي ځواکونو د ټپيانو د درملنې، د نظامي افسرانو د روزنې او د ملکي برخو د محصلينو د روزنې په چارو کې همکاري وکړي.
د هغه په وينا، د افغانستان او اذربايجان ترمنځ د همکاريو د پراختيا نوى پړاو پيل شوى دى.
د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر په دې ليدنه كې د افغانستان او اذربايجان ترمنځ  د نظامي همکاريو په اړه د افغان دولت غوښتنې او وړانديزونه شريک کړل.
اتمر د روسيې او قفقاز حوزې د يو شمېر هېوادونو د ليدنې لپاره په دې هدف تللى، چې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو لپاره د يادو هېوادونو همکاري جلب کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA