د پاکستان لپاره د افغان جمهوررئيس ځانګړي استازي او په اسلام اباد کې افغان سفیر د پاکستان د لومړي وزیر له سلاکار سره كتلي او د دواړو هیوادونو په مهمو موضوعاتو يې ورسره خبرې کړې دي.
په اسلام اباد کې د پاکستان سفارت په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال نن له سرتاج عزیز سره وکتل او د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د زړه د عملیاتو د ښه اجرا او هغه ته د چټکې روغتیا هیله یې څرګنده کړه. د پاکستان لپاره د افغان جمهوررئيس ځانګړي استازي او په اسلام اباد کې افغان سفیر د پاکستان د لومړي وزیر له سلاکار سره كتلي او د دواړو هیوادونو په مهمو موضوعاتو يې ورسره خبرې کړې دي.
په اسلام اباد کې د پاکستان سفارت په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال نن له سرتاج عزیز سره وکتل او د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د زړه د عملیاتو د ښه اجرا او هغه ته د چټکې روغتیا هیله یې څرګنده کړه.
په اعلامیه کې که څه هم ډیر معلومات نه دي ور کړل شوي، خو یادونه شوې، چې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان د تېرې یوې اوونۍ د وروستیو انکشافاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.


