د کونړ امنیتي چارواکي وایي، يوه اوونۍ كېږي چې پاکستاني پوله ساتي ځواکونه د سرحدي اصولو خلاف په سرکاڼو او مرورې ولسوالۍ کې د افغانستان خاورې ته داخل شوي دي.
د کونړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خیل کلید ته وویل، له تېرې یوې اوونۍ راهيسې د سرکاڼو او مرورې ولسوالیو، غاښي کنډو ته نږدې بخدي سیمه کې له سرحدي اصولو خلاف پنځه سوه متره له ډيورنډ كرښې دې غاړې ته راننوتي دي: (( غاښي كنډو كې زموږ سرحدي پوليس دي او نواپاس كې هم، د دغو سيمو تر منځ بخدي نومې يو ځاى دى، پاكستانيان دغه ځاى ته راننوتي دي.)) د کونړ امنیتي چارواکي وایي، يوه اوونۍ كېږي چې پاکستاني پوله ساتي ځواکونه د سرحدي اصولو خلاف په سرکاڼو او مرورې ولسوالۍ کې د افغانستان خاورې ته داخل شوي دي.
د کونړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خیل کلید ته وویل، له تېرې یوې اوونۍ راهيسې د سرکاڼو او مرورې ولسوالیو، غاښي کنډو ته نږدې بخدي سیمه کې له سرحدي اصولو خلاف پنځه سوه متره له ډيورنډ كرښې دې غاړې ته راننوتي دي: (( غاښي كنډو كې زموږ سرحدي پوليس دي او نواپاس كې هم، د دغو سيمو تر منځ بخدي نومې يو ځاى دى، پاكستانيان دغه ځاى ته راننوتي دي.))
سيدخېل زياته كړه، دغه مسئله يې له مرکز سره شریکه کړې او هیله ده چې د خبرو له لارې حل شي.
قوماندان سید خیل وایي، د پاکستانیو ځواکونو د تحرکاتو په اړه دوی ځکه جدی غبرګون نه څرګندوي، چې په سیمه کې د خلکو کورونه موجود دي: (( تر اوسه نښته نه ده شوې، ځكه دلته ټول كورونه دي، كه اقدام وكړو دغه خلك متضرر كېږي، هيله من يوو چې دا مسئله د خبرو له لارې حل شي.))
سرکاڼو او مروره د کونړ هغه سرحدي ولسوالۍ دي چې ډېر کله په کې د افغان ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ چې ویل کیږي له پاکستان راوړي، جګړې كېږي.


