د کندهار ښاروالۍ د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ د ښار په۱۵ ناحیو کې د کوڅه ډبو یا لېوني سپیو د له منځه وړلو عمومي کمپاین پیل كړى دى.
د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند له کلید سره په خبرو کي وویل چې تېره شپه یې د کندهار ښاروالۍ لخوا دعامې روغتیا ریاست په همکارۍ د دريو ورځو لپاره د کوڅه ډبو یا لېوني سپيو د له منځه وړلو عمومي کمپاین د ښار په ۱۵ ناحیو کي راپيل کړى چې پرمهال به یې د ښار له ۱۵ ناحیو څخه ټول هغه کوڅه ډب سپي چې عام ښاریان او ټولنه ورڅخه ناارامه ده له منځه یوړل شي د کندهار ښاروالۍ د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ د ښار په۱۵ ناحیو کې د کوڅه ډبو یا لېوني سپیو د له منځه وړلو عمومي کمپاین پیل كړى دى.
د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند له کلید سره په خبرو کي وویل چې تېره شپه یې د کندهار ښاروالۍ لخوا دعامې روغتیا ریاست په همکارۍ د دريو ورځو لپاره د کوڅه ډبو یا لېوني سپيو د له منځه وړلو عمومي کمپاین د ښار په ۱۵ ناحیو کي راپيل کړى چې پرمهال به یې د ښار له ۱۵ ناحیو څخه ټول هغه کوڅه ډب سپي چې عام ښاریان او ټولنه ورڅخه ناارامه ده له منځه یوړل شي: (( دا كمپاين تېره شپه پيل شوى، عامې روغتيا رياست يې هم غړيتوب لري، خلكو موږ ته شكايتونه كړي وو، د هغوى په غوښتنه مو دا كمپاين پيل كړ.))
د زمری څرګند په وینا، دا کار یې د کندهار د ښاریانو د زیاتو غوښتنو په اساس پيل کړی دى.
نوموړی وایي، د دوى یاد کمپاین به تر دريو ورځو جریان ولري او پرمهال به یې د ښار له بېلابېلو برخو څخه ټول لیوني سپي راټول کړي او له منځه به يې يوسي: (( له خلكو مو غوښتنه ده چې چېرته خطر احساس شي، زموږ د تنظيف د كمېټې له نوكريوالي شمېرو سره په تماس كې شي، موږ دا ډول نور كمپاينونه هم ترسره كول غواړو خو د خلكو همكاري راسره شرط ده.))
د کندهار ښاروالي یاد اقدام په داسې مهال اخلي چې له ډېره وخته ښاریانو د لیونیو سپیانو له ډېرېدو شكايت كاوه.


