د سوري حكومت د اپوزيسيون د امبرېلا ګروپ د خبرو كمېټې مشر محمد علوش له خپلې دندې د هغه څه له كبله استعفا كړې چې نوموړي د سولې د خبرو ناكامي بللې ده.
نوموړي ويلي، د سوريې د سولې خبرو نه كوم سياسي جوړجاړى او نه هم په كلابندو سيمو كې كومه اسانتيا رامنځته كړه.
دغه كمېټې د ملګرو ملتونو په مرسته په جينيوا كې د سوري حكومت له استازو سره خبرې وكړې.
د خبرو د بيا پيل لپاره كومه نېټه نه ده ټاكل شوې. د سوري حكومت د اپوزيسيون د امبرېلا ګروپ د خبرو كمېټې مشر محمد علوش له خپلې دندې د هغه څه له كبله استعفا كړې چې نوموړي د سولې د خبرو ناكامي بللې ده.
نوموړي ويلي، د سوريې د سولې خبرو نه كوم سياسي جوړجاړى او نه هم په كلابندو سيمو كې كومه اسانتيا رامنځته كړه.
دغه كمېټې د ملګرو ملتونو په مرسته په جينيوا كې د سوري حكومت له استازو سره خبرې وكړې.
د خبرو د بيا پيل لپاره كومه نېټه نه ده ټاكل شوې.
محمد علوش وايي، درې پړاوه خبرې د حكومت د سرزورۍ له كبله بې پايلې پاى ته ورسېدې او اوس هم د سوريې پر خلكو بريدونه روان دي.
د سوري حكومت د مخالف وسله وال اپوزسيون د خبرو كمېټې چې د سعودي عربستان ملاتړ ورسره دى، تېره مياشت هم له دغه خبرو ناهيلي څرګنده كړې وه.


