ads

امريكا پر سعودي عرب ايتلاف د كلسټر بمونو مرسته درولې

امريكا په يمن كې پر جګړه بوخت د سعودي په مشرۍ عرب ايتلافي ځواكونو ته د كلسټر بمونو وركړه درولې ده.د امريكا د فارن پاليسۍ د جرېدې په قول سپينې مانۍ سعودي ته د كلسټر بمونو د وركړې هوكړه په ډېره خاموشۍ لغوه كړې ده.سعودي ته د امريكا له لوري د كلسټر بمونو د وركړې […]

نویسنده: TKG
10 غبرګولی 1395
امريكا پر سعودي عرب ايتلاف د كلسټر بمونو مرسته درولې

امريكا په يمن كې پر جګړه بوخت د سعودي په مشرۍ عرب ايتلافي ځواكونو ته د كلسټر بمونو وركړه درولې ده.
د امريكا د فارن پاليسۍ د جرېدې په قول سپينې مانۍ سعودي ته د كلسټر بمونو د وركړې هوكړه په ډېره خاموشۍ لغوه كړې ده.
سعودي ته د امريكا له لوري د كلسټر بمونو د وركړې خبره هغه وخت افشا شوه چې د بشري حقونو نړيوالې ادارې په خپل يو راپور كې وويل، په يمن كې له حوثي ياغيانو سره د سعودي په مشرۍ ايتلافي ځواكونو په يو شمېر سيمو كې كلسټري بمونه كارول شوي دي.

د بشري حقونو نړيوال تنظيم ويلي، د سعودي په مشرۍ ايتلاف په ۲۰۱۵ كال كې د يمن په لويديځه غاړه حجه كې د كلسټر بمونو كم تر كمه اووه بريدونه كړي دي چې لسګونه وګړي په كې وژل شوي او يا هم ټپيان شوي دي.
كلسټر بمونه خورا خطرناك دي او له همدې امله په ۲۰۰۸ كال كې له سلو زياتو هېوادونو د دې بمونو كارول منع اعلان كړل او د امريكا، چين، روسيې په څېر د كلسټر بمونو جوړوونكو هېوادونو هم دا پرېكړه ليك ومانه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA