د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، د دې ولايت په هسكه مېنه كې ډرون بريد د داعش ډلې د یو قومندان په ګډون ۶ وسله وال وژلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي نن کلید ته وویل، چې د بې پيلوټه الوتكې دا برید پرون ناوخته د هسكې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ سیمه کې شوی دی.
هغه وايي، په برید کې د زرقاوي په نوم د داعش ډلې یو سرګروپ او د هغه پنځه ملګري وژل شوي دي. د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، د دې ولايت په هسكه مېنه كې ډرون بريد د داعش ډلې د یو قومندان په ګډون ۶ وسله وال وژلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي نن کلید ته وویل، چې د بې پيلوټه الوتكې دا برید پرون ناوخته د هسكې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ سیمه کې شوی دی.
هغه وايي، په برید کې د زرقاوي په نوم د داعش ډلې یو سرګروپ او د هغه پنځه ملګري وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ هم کلید ته په یوه را استولې خبرپاڼه کې د یادې پيښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې په دغه برید کې د داعش ډلې یو سراچه ډوله موټر او وسلې هم له منځه تللې دي.
بلخوا داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


