ads

ننګرهار كې په لومړي ځل په دولتي كچه د حسن قرات سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار حج اوقافو ریاست چارواکي وایي، په دې ولايت كې يې د لومړي ځل لپاره په دولتي كچه د حسن قرات سیالۍ پیل كړې دي.چارواکي وایي، په دغو سیالیو کې به له لومړي تر دریم مقام پورې ګټونکي مصر ته د زده کړو لپاره ولیږل شي.د ننګرهار د حج اوقافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني […]

نویسنده: TKG
9 غبرګولی 1395
ننګرهار كې په لومړي ځل په دولتي كچه د حسن قرات سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار حج اوقافو ریاست چارواکي وایي، په دې ولايت كې يې د لومړي ځل لپاره په دولتي كچه د حسن قرات سیالۍ پیل كړې دي.
چارواکي وایي، په دغو سیالیو کې به له لومړي تر دریم مقام پورې ګټونکي مصر ته د زده کړو لپاره ولیږل شي.
د ننګرهار د حج اوقافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني کلید ته وویل، په دغو سیالیو کې د جلال اباد ښار په ګډون د ټولو دیني مدرسو د شلو نجونو په ګډون دېرشو نارينه حافظانو برخه اخستې چې په ترڅ كې به يې د ښه تلاوت کوونکو له ډلې درې تنه وټاکل شي. د ننګرهار حج اوقافو ریاست چارواکي وایي، په دې ولايت كې يې د لومړي ځل لپاره په دولتي كچه د حسن قرات سیالۍ پیل كړې دي.
چارواکي وایي، په دغو سیالیو کې به له لومړي تر دریم مقام پورې ګټونکي مصر ته د زده کړو لپاره ولیږل شي.
د ننګرهار د حج اوقافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني کلید ته وویل، په دغو سیالیو کې د جلال اباد ښار په ګډون د ټولو دیني مدرسو د شلو نجونو په ګډون دېرشو نارينه حافظانو برخه اخستې چې په ترڅ كې به يې د ښه تلاوت کوونکو له ډلې درې تنه وټاکل شي.
نوموړی وایي، حج او اوقافو رياست له ولايتي ادارې سره په ګډه په راتلونکي کې هم دغه ډول سیالۍ په پلان کې لري، چې خلک د قرانکریم تلاوت ته تشویق کړي: (( سياليو كې د اناثو او نارينه حافظانو تر منځ سيالۍ دي، اول، دويم او دريم درجه حافظ ته والي صاحب تقديرنامې وركوي.))
په همدې حال کې بیا د پوهني وزارت د اسلامي تعلیماتو معین محمد شفیق صمیم له کلید سره په خبرو کې وویل، دوی په ننګرهار کې د قران كريم د قرات سیالۍ ستایي او ملاتړ ترې كوي.
نوموړی وایي، له بریالیو کسانو څخه به درې تنه د پوهنې وزارت له لوري جامعه الازهر پوهنتون ته ولیږل شي، تر څو هلته نورې ديني زده كړې وكړي: (( په نننۍ برنامه كې چې كومه سيالي ترسره شوه، تقريبا د ننګرهار د مختلفو مدرسو نجونو  او هلكانو حافظانو ګډون كړى و، د دوى له ډلې اول نومره، دوهم نومره او دريم نومره د مصر جامعه الازهر ته استوو، پوهنې وزارت له ولايتي ادارې سره په دې برخه كې هوكړه كړې او په خپله هوكړه ولاړ يوو.))
د ننګرهار حج او قافو ریاست چارواکي په داسې حال کې د حسن قرات سیالیو د پیل خبره کوي، چې د پوهنې وزارت په وینا دوی د هیواد په ټولو دیني مدارسو کنټرول لري او له هیڅ ډول ځای څخه د نظام پر وړاندې مخالف غږ نه دی پورته شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA