د كورنيو چارو وزارت پوليسو، د كابل ښاروالۍ دوه مهم چارواكي د مالي فساد په تور ونيول.
د كابل ښاروالۍ وياند عبدالقادر ارزو كليد راډيو ته د دغو چارواكو نيول تاييد كړل او زياته يې كړه د كابل ښاروالۍ مالي او اداري معين انجنير محمد اسلم اكرمي او د بشري منابعو رئيس احمد كمال قاسميار د مالي فساد په تور د كورنيو چارو وزارت اړوند د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې پوليسو له ځان سره وړي دي.
محمد اسلم اكرمي د دې تر څنګ چې د كابل ښاروالۍ د مالي او اداري برخې معين و، په وروستيو كې د كابل ښاروالۍ سرپرستي هم ور په غاړه وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ