ads

كندهاريان: ښاروالي مو بايد په روژه كې د بازار بيې كنټرول كړي

د كندهار اوسېدونكي وايي، د روژې په راتګ سره هر کال د خوراکي توکو بيې لوړېږي، خو ښاروالي ریاست باید سږ كال سر له اوسه په دې كار وكړي چې څنګه په ښار كې بيې او ماركيټ كنټرول كړي؟ښاریان وايي، په نورو هیوادونو کي د روژې په راتګ سره د خوراکي توکو بیې ښكته کیږي، […]

نویسنده: TKG
9 غبرګولی 1395
كندهاريان: ښاروالي مو بايد په روژه كې د بازار بيې كنټرول كړي

د كندهار اوسېدونكي وايي، د روژې په راتګ سره هر کال د خوراکي توکو بيې لوړېږي، خو ښاروالي ریاست باید سږ كال سر له اوسه په دې كار وكړي چې څنګه په ښار كې بيې او ماركيټ كنټرول كړي؟
ښاریان وايي، په نورو هیوادونو کي د روژې په راتګ سره د خوراکي توکو بیې ښكته کیږي، تر څو مسلمانان روژه په ښه اسانۍ تېره کړي خو په افغانستان په خاصه توګه په کندهار کې بیا د خوراکي توکو بيې له اندازې زياتې لوړېږي.
دوی وايي، ښاروالي ریاست باید نرخونه په هر وخت په خاصه توګه په روژه کي کنټرول کړي. د كندهار اوسېدونكي وايي، د روژې په راتګ سره هر کال د خوراکي توکو بيې لوړېږي، خو ښاروالي ریاست باید سږ كال سر له اوسه په دې كار وكړي چې څنګه په ښار كې بيې او ماركيټ كنټرول كړي؟
ښاریان وايي، په نورو هیوادونو کي د روژې په راتګ سره د خوراکي توکو بیې ښكته کیږي، تر څو مسلمانان روژه په ښه اسانۍ تېره کړي خو په افغانستان په خاصه توګه په کندهار کې بیا د خوراکي توکو بيې له اندازې زياتې لوړېږي.
دوی وايي، ښاروالي ریاست باید نرخونه په هر وخت په خاصه توګه په روژه کي کنټرول کړي.
خو د ښاروالي ریاست مسئولین بیا وايي، د وزیرانو شورا له پرېکړې سره سم په ټول هېواد کې ازاد بازار اعلان شوی او دوی نه شي کولای چې په ښار کي دوکاندارانو ته ټاکلې نرخنامې ورکړي.
د ښاروالۍ ریاست ویاند زمري څرګند کلید راډیو ته په دې  اړه وويل: (( كه څه هم په دې اړه د وزيرانو شورا پرېكړه شته، خو  په ښار كې د بې حده لوړو بيو د كنټرول لپاره مو بيا هم هڅې كړې دي، تېره اوونۍ مو هم داسې دوكانداران جريمه كړي چې ځينې خوراكي توكي يې د روژې په خاطر په لوړه بيه د پلورلو لپاره ساتلي وو.))
زمری څرګند وايي، د جریمې دا لړۍ به دوام ولري او هر هغه دوکاندار يا سوداګر به جریمه کړي چې په روژه کې خوراکي توکي تر اندازې زیات ګران خرڅوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA