ads

كابل ميډيا لوبډلې، د رسنيو كركټ جام اتلولي وګټله

د رسنيو تر منځ د كركټ د ملګرتيا جام پاى ته ورسېد او كابل مېډيا لوبډلې يې اتلولي وګټله.په دغه لوبو كې، كليد ګروپ، شمشاد ټلويزيون، سپين غر ژورناليستانو، ازادي راډيو، كابل مېډيا او افغان ژورناليستانو ګډون كړى وو.د يادو لوبو په پايلوبه كې چې د كابل په نړيوال سټډيم كې ترسره شوه، افغان ژورناليستان […]

نویسنده: TKG
9 غبرګولی 1395
كابل ميډيا لوبډلې، د رسنيو كركټ جام اتلولي وګټله

د رسنيو تر منځ د كركټ د ملګرتيا جام پاى ته ورسېد او كابل مېډيا لوبډلې يې اتلولي وګټله.
په دغه لوبو كې، كليد ګروپ، شمشاد ټلويزيون، سپين غر ژورناليستانو، ازادي راډيو، كابل مېډيا او افغان ژورناليستانو ګډون كړى وو.
د يادو لوبو په پايلوبه كې چې د كابل په نړيوال سټډيم كې ترسره شوه، افغان ژورناليستان او كابل ميډيا د لوبې ډګر ته ووتل.
د لوبې پچه افغان ژورناليستانو وګټله او كابل ميډيا ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.
كابل ميډيا لوبډلو په ټاكل شوو پنځلس اورونو كې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۰ منډې جوړې كړې او افغان ژورناليستانو لوبډلې ته يې د ۱۷۱ منډو هدف وټاكه. د رسنيو تر منځ د كركټ د ملګرتيا جام پاى ته ورسېد او كابل مېډيا لوبډلې يې اتلولي وګټله.
په دغه لوبو كې، كليد ګروپ، شمشاد ټلويزيون، سپين غر ژورناليستانو، ازادي راډيو، كابل مېډيا او افغان ژورناليستانو ګډون كړى وو.
د يادو لوبو په پايلوبه كې چې د كابل په نړيوال سټډيم كې ترسره شوه، افغان ژورناليستان او كابل ميډيا د لوبې ډګر ته ووتل.
د لوبې پچه افغان ژورناليستانو وګټله او كابل ميډيا ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.
كابل ميډيا لوبډلو په ټاكل شوو پنځلس اورونو كې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۰ منډې جوړې كړې او افغان ژورناليستانو لوبډلې ته يې د ۱۷۱ منډو هدف وټاكه.
كابل ميډيا د كابل د ۱۳ ټلويزيونونو څخه جوړه شوې لوبډله ده.
خو افغان ژورناليستانو ونه شو كړاى دغه هدف ته ځان ورسوي او خپل ټول لوبغاړي يې په ۱۶۰ منډو كې له لاسه وركړل.
كليد ګروپ لوبډله هم د ښو لوبو، غوره اخلاقو او نېږدې همكارۍ له كبله په ستاينليك ونازول شوه.
د دغه سياليو غوره لوبغاړى هم د ژوندون ټلويزون خبريال او د كابل ميډيا لوبډلې غړى فياض حميد وټاكل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA