ads

غزني: پوليسو په ځانګړو عملياتو كې د يو تروريستي بانډ درې مهم غړي نيولي

امنیتي چارواکي په غزني ښار کې د هغې درې کسیزې وسله والي ډلې د نيول كېدو خبر وركوي چې د هدفي وژنو تر څنګ به يې وسله والو ته وسلې او پوځي توكي انتقالول.د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن د یوې خبري غونډي پر مهال وویل، پولیسو تېره شپه د غزني […]

نویسنده: TKG
9 غبرګولی 1395
غزني: پوليسو په ځانګړو عملياتو كې د يو تروريستي بانډ درې مهم غړي نيولي

امنیتي چارواکي په غزني ښار کې د هغې درې کسیزې وسله والي ډلې د نيول كېدو خبر وركوي چې د هدفي وژنو تر څنګ به يې وسله والو ته وسلې او پوځي توكي انتقالول.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن د یوې خبري غونډي پر مهال وویل، پولیسو تېره شپه د غزني ښار په اړوندو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې هغه ډله ونیوله، چې په ګڼ شمېر تروریستي بریدونو کې یې لاس درلود او په ښار کي به یې د بې غږه تمانچې په مرسته امنیتي منسوبین، قومي مخور او دولتي کارکوونکي په نښه کول.
نوموړي زیاته کړه، نيول شويو کسانو دغه راز په ښار کي وسله والو ته چاودېدونکي توکي، بې غږه تمانچي او نورې وسلي هم په اختیار کي ورکولې امنیتي چارواکي په غزني ښار کې د هغې درې کسیزې وسله والي ډلې د نيول كېدو خبر وركوي چې د هدفي وژنو تر څنګ به يې وسله والو ته وسلې او پوځي توكي انتقالول.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن د یوې خبري غونډي پر مهال وویل، پولیسو تېره شپه د غزني ښار په اړوندو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې هغه ډله ونیوله، چې په ګڼ شمېر تروریستي بریدونو کې یې لاس درلود او په ښار کي به یې د بې غږه تمانچې په مرسته امنیتي منسوبین، قومي مخور او دولتي کارکوونکي په نښه کول.
نوموړي زیاته کړه، نيول شويو کسانو دغه راز په ښار کي وسله والو ته چاودېدونکي توکي، بې غږه تمانچي او نورې وسلي هم په اختیار کي ورکولې: ((دغه کسان چې زلمی، زمری او سخي نومېږي، په غزني ښار کي د یوه غټ تروریستي باند غړي او لارښوونکي دي، چې د ترور او چاودنو ترڅنګ به یې نورو تروریستانو ته، بې غږه تمانچې، مقناطیسي ماینونه او وسلي راوړلې او انتقالولې، د دوی نور ملګري هم موږ تثبیت کړي، چې ځیني یې په ښار كې دوکانونه لري، ځینې یې کسبه کاران دي او یا هم نورې دندې لري، ان شالله ډیر ژر به هغوی هم ونیسو.))
امرخیل وایي، د دغو کسانو په نیول کېدو سره به د غزني ښار امنیتي وضعه تر پخوا هم ډاډمنه شي او په وینا یې د نيول شوي بانډ نور همکاران یې هم تشخیص کړي، چې ډېر ژر به یې د قانون منګولو ته وسپاري.
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA