امنیتي چارواکي وایې هغه ښځه یې د کشفي ارګانونو په مرسته نیولې چې ۷ میاشتې مخکې له کوره تښتیدلې وه.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، د امنیه قومندانۍ جنایي کار کوونکو له اووه میاشتنیو هلو ځلو وروسته هغه ښځه تېره ورځ ونیوله، چې اووه میاشتې مخکې له کوره تښتېدلې وه.
نوموړي زیاته کړه، دا ښځه د ۷ ماشومانو مور ده او له کوم دلیل او کورني تاوتریخوالي پرته له کوره تښتېدلې وه: (( پوليسو د قضیې په تړاو هغه کس هم نيولى چې یاده ښځه ورسره تښتېدلې وه.)) امنیتي چارواکي وایې هغه ښځه یې د کشفي ارګانونو په مرسته نیولې چې ۷ میاشتې مخکې له کوره تښتیدلې وه.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، د امنیه قومندانۍ جنایي کار کوونکو له اووه میاشتنیو هلو ځلو وروسته هغه ښځه تېره ورځ ونیوله، چې اووه میاشتې مخکې له کوره تښتېدلې وه.
نوموړي زیاته کړه، دا ښځه د ۷ ماشومانو مور ده او له کوم دلیل او کورني تاوتریخوالي پرته له کوره تښتېدلې وه: (( پوليسو د قضیې په تړاو هغه کس هم نيولى چې یاده ښځه ورسره تښتېدلې وه.))
بلخوا د تښتېدلې ښځې خاوند له کلید سره په خبرو کې وویل،۱۵ کاله مخکې یې له خپلي ښځې سره د هغې په خوښه واده کړی و، خو په وینا یې اوس نه پوهېږي، چې ولې يې ښځه له کوره تښتیدلې وه.
نوموړي له امنیتي او قضایي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې په دغه قضیه کي نور ښکېل کسان هم ونیسي او ورته د قانون په رڼا کي سخته سزا ورکړي، څو د ده په وینا د نورو خلکو پر عزت او آبرو لوبې ونه کړي.


