د هلمند امنيتي سرچينې وايي، وسله والو بيګا ناوخته د هلمند- كندهار پر لويه لار د نادعلي- شاول پر پوستو ډله ييز بريدونه كړي چې ګڼو افغان پوليسو ته د مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ يې ۶ پوستې هم نيولې دي.
د هلمند يوې معتبرې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط كليد ته وويل، وسله والو بيګا د هلمند شاهراه كنډك درې پوستې نيولي او په مخامخ نښته كې ورسره ۱۱ پوليس وژل شوي دي.
سرچينه وايي، په وژل شويو كې د هلمند د ولسي پاڅون كوونكو يو مشر صفرمحمد كا هم دى چې له خپلو ساتونكو سره يو ځاى په جګړه كې لګېدلى دى. د هلمند امنيتي سرچينې وايي، وسله والو بيګا ناوخته د هلمند- كندهار پر لويه لار د نادعلي- شاول پر پوستو ډله ييز بريدونه كړي چې ګڼو افغان پوليسو ته د مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ يې ۶ پوستې هم نيولې دي.
د هلمند يوې معتبرې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط كليد ته وويل، وسله والو بيګا د هلمند شاهراه كنډك درې پوستې نيولي او په مخامخ نښته كې ورسره ۱۱ پوليس وژل شوي دي.
سرچينه وايي، په وژل شويو كې د هلمند د ولسي پاڅون كوونكو يو مشر صفرمحمد كا هم دى چې له خپلو ساتونكو سره يو ځاى په جګړه كې لګېدلى دى.
سرچينه همدا راز وايي، د هلمند نادعلي په شاول سيمه كې هم وسله والو پر امنيتي پوستو بريدونو كې ۶ افغان سرتېري وژلي دي او لا هم ۵۰ سرتېري د وسله والو په محاصره كې ايسار دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك بيا كه څه هم په يادو سيمو كې د طالبانو د ډله ييزو بريدونو خبره تاييدوي خو په وينا يې د تلفاتو شمېر دومره نه دى: (( په نهر سراج كې ۳ سيمه ييز پوليس وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي، په نادعلي كې بيا ۳ پوليس ټپيان دي، زموږ ځواكونه د نښتو ځاى ته رسېدلي او سيمې تر كنټرول لاندې دي.))
خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا رسنيو ته په استولي پېغام كې ويلي، په نادعلي او نهرسراج كې يې ۱۰ پوستې نيولي او ۳۰ پوليس يې وژلي خو دا هغه ادعا ده چې امنيتي چارواكو كليد ته رد كړه


