د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۹ شمالي او شمال لویديځو ولایتونو د ۲۰۹شاهین قول اردو او د شمال ۷۰۷ پولیسو زون د جلب او جذب قومندانانو ترمنځ ګډه ناسته وشوه .
دغه ناسته د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې د بیان شمال رسنۍ له لوري جوړه شوې وه چې په کې د امنیتي ځواکونو د جلب او جذب په لاسته راوړنو او ستونزو بحث وشو.
په دغه ناسته کې د قول اردو د کدر او پرسونل آمر، د ۷۰۷ زون پولیسو قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر، د ۹ ولایتونو د جلب او جذب قومندنانو او په شمال کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ د ماموریت یو شمیر سلاکارانو هم برخه اخیستې وه چې ټولو منسوبينو په كې په شمال کې د جلب او جذب د څرنګوالې په اړه سره خبرې اترې وکړي. د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۹ شمالي او شمال لویديځو ولایتونو د ۲۰۹شاهین قول اردو او د شمال ۷۰۷ پولیسو زون د جلب او جذب قومندانانو ترمنځ ګډه ناسته وشوه .
دغه ناسته د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې د بیان شمال رسنۍ له لوري جوړه شوې وه چې په کې د امنیتي ځواکونو د جلب او جذب په لاسته راوړنو او ستونزو بحث وشو.
په دغه ناسته کې د قول اردو د کدر او پرسونل آمر، د ۷۰۷ زون پولیسو قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر، د ۹ ولایتونو د جلب او جذب قومندنانو او په شمال کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ د ماموریت یو شمیر سلاکارانو هم برخه اخیستې وه چې ټولو منسوبينو په كې په شمال کې د جلب او جذب د څرنګوالې په اړه سره خبرې اترې وکړي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د کدر او پرسونل آمر ډګروال عبدالحمید وفا وویل، سږ کال په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د جلب او جذب برخې له لوري ۱۱۴۰ تنه سرتېري او ۶۶۵ د ریزرف کنډک سرتېري په قول اردو کې د مسلکي او نظامي ښوونکو له لوري پر زده کړو بوخت دي.
هغه زیاته کړه چې د روان کال د دریو میاشتو په اوږدو کې دغه مرکز ۶۹۰ سرتېري استخدام کړي دي چې اوسمهال پر مسلكي زده كړو بوخت دي.
بلخوا په شمال کې د ۷۰۷ پامیر زون د پولیسو د مطبوعاتو آمر سید سرور حسیني وویل چې د روان کال په دریو میاشتو کې د شمال زون د ۷۰۷ پامیر زون د پولیسو قومندانۍ له لوري ۳۷۴ تنه پولیس سرتېري ، ۱۷۰تنه ساتمنان ، ۴۵ تنه سیمه ییز پولیس جذب شوي دي او تمه ده چې ۲۶تنه ښځینه پولیسې هم د نورو مسلکي زده کړو لپاره ترکیې ته واستول شي.
د حسینې په وینا په سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د پولیسو لیکو ته د ځوانانو د جلب وجذب لړۍ ټکنۍ ده او زیاته يې کړه چې د دغه ډول رسنيزو ناستو په جوړولو سره به هڅه وکړي چې ځوانان د پولیسو لیکو ته وهڅوي.


