ads

د غزني پوليسو دوه سوداګر د تښتوونكو له منګولو ژغورلي

د غزني امنیتي چارواکي وایي، هغه دوه تنه سوداګر یې تېره شپه د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د انسان تښتوونكو له منګولو ژغورلي، چې څلور ورځي مخکې د غزني ښار له اړوندو څخه تښتول شوي وو.د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، پولیسو […]

نویسنده: TKG
9 غبرګولی 1395
د غزني پوليسو دوه سوداګر د تښتوونكو له منګولو ژغورلي

د غزني امنیتي چارواکي وایي، هغه دوه تنه سوداګر یې تېره شپه د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د انسان تښتوونكو له منګولو ژغورلي، چې څلور ورځي مخکې د غزني ښار له اړوندو څخه تښتول شوي وو.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، پولیسو تېره شپه د غزني ولایت د مرکز په اړوندو کې د عملياتو پر مهال دا دوه سوداګر ژغورلي دي.
نوموړي زیاته کړه، دغه کسان د تېرې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ د غزني  ښار له اړوندو څخه تښتول شوي وو. د غزني امنیتي چارواکي وایي، هغه دوه تنه سوداګر یې تېره شپه د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د انسان تښتوونكو له منګولو ژغورلي، چې څلور ورځي مخکې د غزني ښار له اړوندو څخه تښتول شوي وو.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، پولیسو تېره شپه د غزني ولایت د مرکز په اړوندو کې د عملياتو پر مهال دا دوه سوداګر ژغورلي دي.
نوموړي زیاته کړه، دغه کسان د تېرې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ د غزني  ښار له اړوندو څخه تښتول شوي وو.
امنیه قومندان وايي، په دې تړاو یې څو تنه تښتوونکي نیولي هم دي، خو د نیول شویو کسانو د شمېر او د عملیاتو د ځای په اړه یې جزیات ورنه کړل: ((دا دوه تنه سوداګر او دوکانداران وو، موږ تېره شپه د عملیاتو په لړ کې د اختطاف چیانو له لاسه وژغورل،  سخت وهل شوي وو او اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، پولیسو په دې تړاو څو تنه نیولي هم دي.))
هاخوا د تښتول شویو سوداګرو د کورنۍ یو غړي له کلید سره په خبرو کې د امنیتي ځواکونو له پر وخت اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، د دوی د تمې خلاف یې د کورنۍ غړي ډېر ژر د تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شول: ((یو مې ورور و بل مې د ماما زوی، دوی چې له دوکانونو کور ته په لاره وو، اختطاف چیانو تښتولي وو او پولیسو ډېر ژر اقدام وکړ، مخکې له دې چې هغوی موږ سره اړیکه ونیسي او څه وغواړي ونیول شول.))
د غزني امنیه قومندان وایي د پولیسو په لیکو کي یې د ژورو اصلاحاتو او تغییراتو له راوستلو وروسته په غزني ښار او ولسوالیو کې د ګڼ شمېر جنایي پیښو او فعالیتونو مخنیوی کړی.
د قومندان په وينا، وروسته له دې به د مجرمینو او مافیایې کړیو پر وړاندې د دوی اقدامات نور هم جدي او پریکنده وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA