د هلمند په مارجه او نادعلي كې د روانو خنجر صفر ۱۳ عملياتو په تازه مورد كې ۱۳ وسله وال وژل شوي او افغان ځواكونو ۲۵ كړۍ ډول ډول ماينونه له كشف وروسته خنثى كړي دي.
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، په مارجه كې د طالبانو پر مركزونو د ملي اردو ځواکونو په هوایي بریدونو كې ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او همدا راز په ځمكنيو عملياتو كې افغان ځواكونو ۲۵ كړۍ ډول ډول ماينونه له كشف وروسته خنثى كړي دي. د هلمند په مارجه او نادعلي كې د روانو خنجر صفر ۱۳ عملياتو په تازه مورد كې ۱۳ وسله وال وژل شوي او افغان ځواكونو ۲۵ كړۍ ډول ډول ماينونه له كشف وروسته خنثى كړي دي.
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، په مارجه كې د طالبانو پر مركزونو د ملي اردو ځواکونو په هوایي بریدونو كې ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او همدا راز په ځمكنيو عملياتو كې افغان ځواكونو ۲۵ كړۍ ډول ډول ماينونه له كشف وروسته خنثى كړي دي.
سرچینه همداراز زیاتوي چې د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې هم د افغان امنیتي ځواکونو په تر سره كړيو عملیاتو كې کې ۳ تنه وسله وال وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


