د كندوز اوسېدونكي شكايت كوي چې د كندوز- تخار او كندوز- بغلان پر لويو لارو امنيتي وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي او دوى پر دغو لارو په ډاډه زړه سفر نه شي كولى.
ځايي اوسېدونكي وايي، تخار او بغلان يې ګاونډي ولايتونه دي، خو دغو ولايتونو ته پر تلليو لويو لارو طالبان او وسله وال سړك ته راوځي او له موټرو څخه دولتي كاركوونكي په وهلو ډبولو كوزوي.
مدني فعال حمیدالله بلوچ وایي، د کندوز- تخار پر لویه لار د دوه پوستو تر منځ دولتي کارکوونکي اختطاف کیږي او وسله وال طالبان په ډاډه زړه پر سړک موټر تالاشي کوي، خو هېڅوك نشته چې مخه يې ونيسي. د كندوز اوسېدونكي شكايت كوي چې د كندوز- تخار او كندوز- بغلان پر لويو لارو امنيتي وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي او دوى پر دغو لارو په ډاډه زړه سفر نه شي كولى.
ځايي اوسېدونكي وايي، تخار او بغلان يې ګاونډي ولايتونه دي، خو دغو ولايتونو ته پر تلليو لويو لارو طالبان او وسله وال سړك ته راوځي او له موټرو څخه دولتي كاركوونكي په وهلو ډبولو كوزوي.
مدني فعال حمیدالله بلوچ وایي، د کندوز- تخار پر لویه لار د دوه پوستو تر منځ دولتي کارکوونکي اختطاف کیږي او وسله وال طالبان په ډاډه زړه پر سړک موټر تالاشي کوي، خو هېڅوك نشته چې مخه يې ونيسي.
بلوچ زیاته کړه، د لویو لارو په اوږدو کې پولیس له خپلو پوستو دباندې نه راوځي او یوازې د خپلو پوستو د څلورو دیوالونو امنیت یې ټینګ کړی دی.
د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر دګروال محمد معصوم هاشمي وایي، د کندوز- تخار او کندوز- بغلان په لویو لارو يې د امنیتي وضیعت د کنټرول په موخه پوستې جوړې کړي دي او هره ورځ افغان امنیتي ځواکونه د لارې په اوږدو کې ګزمه هم لري.
خو امنيه قومنداني دا خبره په داسې حال كې كوي چې دوه ورځې وړاندې د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ اداري مرستيال د کندوز- تخار په لویه لار د وسله والو طالبانو لخوا له موټر ښكته شوی او له ځان سره یې بیولی دی.


