د هند صدراعظم ناریندرا مودی ویلي، كه پاكستان په خپل لاس پاللې ترهګري له منځه يوسي نو د دواړو هېوادونو اړيكې ډېرې ښه كېداى شي.
مودي پر خپله ويبپاڼه د يوې امريكايي ورځپاڼې پوښتنو ته په ځواب كې ويلي، اسلام اباد ته يې څو واره ويلي چې د سولې جاده دوه طرفه ده او هر كله چې پاكستان د ټروريزم د له منځه وړلو لپاره ګام پورته كړي هند به يې پر وړاندې د سولې لپاره لومړى ګام واخلي.
مودي ويلي، پاكستان د ترهګريزو بريدونو مسوولينو ته په سزا وركولو كې ناكام شوى او دې كار د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړيكو مخه ډب كړې ده.
مودي همد راز ويلي، واك ته له رسېدو سره سم يې له ګاونډيانو سره د ښو اړيكو هڅه كړې ده او دا پيغام يې ټولو ګاونډيانو ته رسولى دى چې زه د راتلونكي لپاره كوم هندوستان غواړم، هماغسې يې ګاونډيانو ته نېكې هيلې لرم
د هند صدراعظم ناریندرا مودی ویلي، كه پاكستان په خپل لاس پاللې ترهګري له منځه يوسي نو د دواړو هېوادونو اړيكې ډېرې ښه كېداى شي.
مودي پر خپله ويبپاڼه د يوې امريكايي ورځپاڼې پوښتنو ته په ځواب كې ويلي، اسلام اباد ته يې څو واره ويلي چې د سولې جاده دوه طرفه ده او هر كله چې پاكستان د ټروريزم د له منځه وړلو لپاره ګام پورته كړي هند به يې پر وړاندې د سولې لپاره لومړى ګام واخلي.
مودي ويلي، پاكستان د ترهګريزو بريدونو مسوولينو ته په سزا وركولو كې ناكام شوى او دې كار د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړيكو مخه ډب كړې ده.
مودي همد راز ويلي، واك ته له رسېدو سره سم يې له ګاونډيانو سره د ښو اړيكو هڅه كړې ده او دا پيغام يې ټولو ګاونډيانو ته رسولى دى چې زه د راتلونكي لپاره كوم هندوستان غواړم، هماغسې يې ګاونډيانو ته نېكې هيلې لرم: (( لاهور ته مې سفر هم د دې ارادې څرګندوونكى و چې هندوستان او پاكستان بايد په خپل منځ كې د جګړې پر ځاى د بې وزلۍ پر وړاندې مبارزه وكړي.))
مودي همدا راز ويلي، هند به هيڅكله خپله د بې پرېتوب پاليسي هم بدله نه كړي: (( زموږ له چين سره هم كومه جګړه نشته، يوازې سرحدي لانجې دي، خو اوس دواړه هېوادونه يو بل ته نږدې شوي دي او د دواړو هېوادونو تر منځ د پانګونې اړيكې او همكارۍ زياتې شوې دي.))
مودي د هند او امريكا د اړيكو په اړه ويلي، دا سمه ده چې له اوباما سره يې شخصي كلكه انډيوالي ده، خو دواړه هېوادونه مشتركې ګټې لري او په راتلونكي كې چې هر څوك د جمهوري غوښتونكو يا ډيموكراټانو له ډلې د امريكا ولس انتخاب كړ، دوى به ورسره د هند د ښو اړيكو ساتلو اصل وپالي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


