د هلمند ولایت په مارجې او ګرشک ولسوالیو کې د خنجر عملیاتو په ترڅ کې ۷ تنه د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي او ۲ نور تپیان شوي دي .
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، کوم عملیات چې د ملي اردو ځواکونو په مشرۍ د دې ولایت په مارجه كې پيل شوي په تازه مورد كې يې د طالبانو يو سرګروپ ملا عظيم له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوى او ۲ نور وسله وال يې ټپيان دي.
سرچینه همداراز زیاتوې چې د دې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې هم د افغان امنیتي ځواکونو په تر سره شويو عملياتو كې ۱ وسله وال وژل شوى او نور ګڼ مهمات يې افغان ځواكونو ته لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ