ads

د فارياب اندخوۍ كې د سيمه ييزو پوليسو پر قومندان چاودنه، ۵ ټپيان

د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالی کې په یوه موټرسایکل کې د ځای پرځای شويو چاودیدونکو توکو د چاودنې له کبله د اندخوی د سیمه يیزو پولیسو قوماندان محمد قل له خپلوڅلورو ساتونکو سره ټپي شوى دى. د دې ولایت د والی ویاند کریم یورش له کلید سره په خبروکې وویل، پېښه نن سهار ۷ […]

نویسنده: TKG
8 غبرګولی 1395
د فارياب اندخوۍ كې د سيمه ييزو پوليسو پر قومندان چاودنه، ۵ ټپيان

د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالی کې په یوه موټرسایکل کې د ځای پرځای شويو چاودیدونکو توکو د چاودنې له کبله د اندخوی د سیمه يیزو پولیسو قوماندان محمد قل له خپلوڅلورو ساتونکو سره ټپي شوى دى.
د دې ولایت د والی ویاند کریم یورش له کلید سره په خبروکې وویل، پېښه نن سهار ۷ نیمې بجې د اندخوى د زراعت مسلکي لېسې په اړوندو کې رامنځته شوې ده: (( د اندخوى د سيمه ييزو پوليسو قومندان له همدې سيمې څخه د تېرېدو په حال كې و چې موټر سايكل كې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونكي توكي پرې چاودلي دي. پخپله قومندان او څلور ساتونكي يې ټپي دي.))

هغه زیاته کړه چې د دې پېښې ټپیان د درملنې لپاره د اندخوۍ ولسوالۍ روغتون ته لیږدول شوي دي او روغتیایي حالت یې اوس د ډاډ وړ دی .
د یادولو وړه ده چې له دې پېښې دوه ورځې وړاندې یوه تن چې غوښتل یې د کابل بانک او عزیزی بانک  مخې ته چاودېدونکي توکې ځای پرځای کړي، د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA